راځئ ومنو چې امریکا يوه زبرځواک هيواد دى. پر نړۍ باندې لا اوس هم حکومت کوي. په نړيوالو مسایلو کې تقریباً اخري پرېکړه همدغه هيواد کوي. په نړيوالو کړکېچونو او پېښو کې غوښن رول لري.
مونږ وليدل چې د دغه هېواد په دښمنۍ، دوستۍ، ژمنو، تعهداتو، توافقاتو او خبرو کې نه کوم معيارونه لري او نه هم نورمونه. نه په دوستۍ کې ورباندې اعتماد کېږي او نه هم په مشارکت باور لري. نه پر ژمنو باندې د وفا کولو په کيسه کې دی او نه هم په دوستۍ او دښمنۍ کې سرې کرښې لري. نه انساني ارزښتونو ته ژمن هيواد دى او نه هم ټولنيز کلتور پېژني. يوازې ډالر دي چې د هغوى واک او ځواک يې خوندي کړى دى. لګښتونه کوي، ريسک اخلي، خو د ګټې کچه يې هم خورا لوړه ده.
شل کاله د مخه يې پر افغانستان باندې د داسې خيالي استدلال پر بنسټ يرغل وکړ، چې کره شواهد يې نه درلودل. د طالبانو نظام يې ونړاوه او په نظامي برخه کې هغه ملي شتمني چې مو درلوده، نيست او نابوده کړه. د ترهګرۍ په نوم جګړه کې يې په کابل او ولايتونو کې له وژنو، شخصي محبسونو، د بنديانو د تعذيب، توهين او تحقير داسې بېلګې د تاريخ په پاڼو کې ثبت کړې چې انسان يې په کيسو کولو شرميږي؛ خو هغوى يې په کولو هيڅ بلا نه وهل. په سپيو باندې د انسانانو داړل، د بدن د غړيو پرېکول، د ګوانتنامو ډکول، د افغانانو په کورونو د شپې چاپې اچول، د خپلې کورنۍ د غړو پر وړاندې د ځوانانو وژل هغه وحشتونه دي چې کره شواهد يې په نړيوالو رسنيو کې ثبت شوي دي.
امریکا بيا هم پردى هيواد و، دلته راغى او وتل يې هم حتمي وو. راځئ لږ د مقاومت له بريڅو وپوښتو چې د چا د وژلو لپاره مو له چا سره ملګرتیا وکړه؟ په کوم قيمت مو ورسره ملګرتیا وکړه؟ او د کومو افغاني معيارونو د ماتولو له امله مو له امریکا سره د خپل توان پر بنسټ مخالفت څرګند کړ؟ د پيل نکته کوم ځاى و او د پاى کرښه څنګه شوه؟ څه مو وګټل او څه مو وبايلل؟ ايا له دومره سترو بدلونونو مو څه زده کړل او که لا نور هم د استدراج خواته ولاړی؟ خو نه، دا هم د حل لاره نه ده. مونږ که ستونزه ختمولاى نشو نو زياتول يې د عقل غوښتنه نه ده.
شک نشته چې طالبانو نيمګړتياوې درلودې، ستونزې يې درلودې، له نړۍ سره خو څه چې له خپلو خلکو سره هم په تعامل نه پوهيدل. له مدرسو او مسجدونو څخه کورنۍ خوسا جګړې ته د غبرګون ښودلو په فطري شکل راپورته شول، تر کابل پورې راورسيدل او حکومت کول يې يوازې د امنیت تامين وباله. فکر يې کاوه چې هغوى خپل ولس ته سوله راوړه، پاټکونه، اخلاقي فساد، چور چپاول، قتل او قتال مخه يې ونيوه. نور به نو نړۍ له هغوى څخه څه غواړي او همدغه ډول نور نړيوال قوانين او مقررات ورباندې څوک په کوم الزاميت باندې مني؟ که په اوسني حال مونږ طالبان په تېرو کړنو رانيسو، بيا هم حللاره نه ده.
راځئ چې د پرديو له پړه ګڼلو وړاندې لږ خپل ګريوان کې هم وګورو. دغه جګړه د چا له چا سره او د څه لپاره وه؟ له امریکا سره د رباني او ټلوالې مشترکات څه وو؟ معامله يې په کومو معيارونو او قرباني يې ورته تر کومې کچې ورکړه؟ د رباني د هغه مهال ټول ائتلافي ملګري ولې په دومره ارزانه بيه د خپل ورور دښمن د وژلو لپاره له امریکا سره سودا وکړه؟ له طالبانو سره د اسلاميت او افغانيت د يوې جغرافیایي ټوټې تابعیت، يو ملت او نور بې شميره مشترکات يې پرېښودل، يوازې د (د دښمن، دښمن دوست وي) تر فورمول لاندې يې له امریکا سره سودا وکړه.
طالبانو هم په خپل وار سره له ملت څخه د قربانۍ ګډوري جوړ کړي دى. کله يې له شر او فساد سره د مجادلې په نوم د قربانۍ ډګر ته را وباسي. کله يې د يرغل او اشغال پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې قرباني کوي. اوس نو سوژه تازه شوه او د ملت قرباني دوام لري. له امریکا سره يې د سولې هوکړې ته جواز وموند، خو له افغانانو سره لاهم د جګړې د ختمولو لپاره د جواز درک او څرک نه لګيږي. ملت د طالب او حکومت د جګړو تر منځ ايسار دى. ولسوالیو ته نږدې ميشت خلک د کورونو پرېښودلو ته مجبور شوي دي. لارې په ماينونو فرش شوې دي او ولس وږى دى. ايا څه فکر کوی چې اوس به ستونزه حل شي؟ نه قطعاً نه.
اوس به د ولسمشر غني په بېځايه سرټمبهتوب باندې لږ رڼا واچوم. هغه دا چې په دوبۍ کې يې له طالبانو سره په ټاکنو کې د مزاحمت نه کولو په شرط له امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسلیک کولو ژمنه وکړه، خو د لوړې د مراسمو په سبا يې همدغه تړون لاسلیک کړ. د امریکا په هر وحشت او بربریت يې چوله چوپه سترګې ړندې او غوږونه کاڼه کړل. غني د خپل واک د اوږدوالي لپاره دغه وحشتونه توجیه کول.
ارګ د امریکا هره ناروا ومنله، هيڅ داسې بېلګه نه لرو چې ارګ د امریکا د غوښتنو پر وړاندې درېدلى وي. البته د بين الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې د واک پرېښودلو غوښتنه يې د عواقبو له سنجولو او د سولې لپاره د سختې اړتیا سره سره سکوټه رد کړه. د نوموړي لخوا د انعطاف نه ښودلو له امله خبره د امریکا د ژمنو د ماتولو او د بهرنیو ځواکونو د تېښتې تر پولو راورسېده. ارګ مېشتو امریکا ته ډېر عذرونه وړاندې کړل، خو داسې ښکاري چې امریکا ورته سکوټ ځواب ورکړى دى. امنيتي تړونونه مات شول او حمايت قاطع هم ختم شو. اصلاً امریکا د خپلو تعهداتو تعبير او تعریف په خپله کوي.
له لمر څخه ښکاره خبره ده چې مونږ د يوې فاجعې لور ته روان يو. له دواړو خواوو سره په هيڅ ډول معيارونو برابره د سولې طرحه نشته. داسې ښکاري چې دواړه خواوې له واک پرته بل غوراوى نه مني.
په دې وروستیو کې يوه بله تازه اصطلاح کارول پيل شوي. دغه اصطلاح د “بسيج مردمي” په نوم د ملېشو جوړول او په همدغه نوم پيسې تر لاسه کول پيل شول. غني خو مو د پلان سړى و، د ناکامو دولتونو د رغولو شخصيت و، په غور کې ښځې هم له طالبانو سره د جګړې کولو مانور ته را ايستل شوې دي. که دا هرڅه د فساد پروژې نه وي، نو د نړۍ په تر ټولو موډرنو وسلو سمبال ناټو او درې نيملکه کورنیو امنیتي ځواکونو باندې مو روانه جګړه مهار نه کړاى شوه، اوس يې په ملېشو او ښځو باندې د قابو کولو نسخه مسخره ده.
که په ملېشو هيواد ژغورل کيږي، نو دغه سپېڅلي دندې ته د غټانو زامن ولې نه راځي؟ ايا د هغوى دنده يوازې په مونږ حکومت کول دي؟
د افغانستان خلک ټول پوهېږي چې ارګ ته د تللو او په ارګ کې د پاتې کيدلو غريزه دلته د ستونزو محور ګرځېدلى دی، خو بانې پلمې او سوژې توپير کوي. د وخت له بدلون سره شعارونو کې هم بدلون راځي. د شعار غوراوى د ډلې په ځانګړتياوو پورې تړاو لري. هره ډله هغه سوژه کاروي چې په چوکاټ کې فيټ راځي. ولسمشر غني ته خپلو سلاکارانو وویل چې ښځې او ځوانان د هيواد اتيا سلنه نفوس جوړوي. د ښځو او ځوانانو د حقونو چيغه پورته کول ګټور شعار دی. نوموړي سملاسي پروموټ، د ځوانانو عالي شورا، د ښځو عالي شورا او په لوړو دندو باندې د داسې ښځو او هلکانو ګمارل پيل کړل، چې له افغاني دود او کلتور سره نا اشنا وو، خو دغه ټول د نوموړي د سلاکارانو پروژوي تاکتيکونه وو. لوړ لګښتونه يې درلودل او ګټه خو يې تاسو هم په خپلو سترګو وينی.
داسې ښکاري چې د پلان له مخې يوازې ولسوالۍ د سقوط برخه دي. د ولايتونو سقوط به د بل پلان برخه وي. د کابل هوايي ډګر به د چارواکو د خوندي تېښتې لپاره وساتل شي، خو متاسفانه دغه هېواد به د توپان او څپانده سمندر په منځ کې پرېښودل شي او ملت به سولې ته د چارواکو د قرباني نه ورکولو له امله د مرګ په خوله کې ژوند لټوي.