زمونږ هیواد ته اوس د نړيوالو په ذهنونو کې هغه پخوانى برم نه دى پاتې. اوس د افغان له نوم څخه د هيڅ دښمن د ويرې احساس نه کيږي. دښمن اوس پوهيږي چې اړتیا نه لري، زمونږ د وژلو تکلیف وکړي، ځکه چې مونږ په خپله سره وژنو. اوس مونږ په خپلمنځي دښمني کې هغه پخواني ټول دودونه او سرې کرښې ختمې کړې دي، چې په عذر باندې کور ته راغلى دښمن مو نه واژه، دښمن مو د شا لخوا نه ويشته، په مسجد او هديره کې مو نه مړ کاوه، دښمن به مو چې وواژه، نو څادر به مو ورباندې غوړاوه، د لمانځه پر مهال د ښځې او ماشومانو پر وړاندې مو نه واژه. اوس يې ښه په زغرده په هر ځاى کې به هر ډول وژنو، په ځينو مواردو کې خو ټول فاميل هم له خاورو لاندې کوو، سوځو يې هم او نوره بې عزتي يې هم کوو.
له کله نه مو چې په انسانيت پېژندنه کې د دوکتورا درلودونکى د افغانانو د وژلو او ځپلو ګواښونه کوي، د سولې، عاطفې، ترحم، عفوې او دعوت بالموعظت الحسن دين پورې تړلې ډلې مو د وژلو، نړولو او سوځولو لاره نيسي، نو له امریکا وروسته دا دي ترکيه هم له امریکا سره زمونږ د هیواد واکداري ته يې ملاتړلې ده. غواړي د کابل نړيوال هوايي ډګر د ساتلو په نوم له امریکا سره د اېس څلور سوه دفاعي روسي سيستم د پېرلو له امله په لوړه کچه خرابې شوې اړيکې بېرته ورغوي او په زياته پيمانه د مالي، لوجستیکي، سياسي او نورو امتیازاتو تر لاسه کولو وروسته په بدل کې دلته پاتې شي. له مونږ سره مشوره هم نه کوي او مونږ هم د جګړو له امله د ترکيې د ښکېلتيا ګټو او زيانونو څېړلو ته بېکاره شوي نه يو.
مونږ باید ومنو چې که نړيوال ديپلوماتيک بنسټونه دلته پاتې کيږي، نو د ګډوډۍ په صورت کې له اوسني جوړښت او امکاناتو او په وروستیو اونيو کې د سقوط تسلسل ته په کتو زمونږ امنيتي ځواکونه د هوايي ډګر د ساتلو او بهرنيو ديپلوماتيکو مراکزو پرسونل ته د خوندي وتلو ضمانت نشي کولاى. د طالبانو په ژمنو باندې هم نړيوال کله باور نه کوي. اړتیا شته چې داسې ځواک ته د کابل او ځينو نورو ولايتونو هوايي ډګرونو ساتلو مسووليت وسپارل شي، چې په کور دننه او بهر حساسیتونو او پاروونکو غبرګونونو ته لاره نه پرانيزي.
پوهيږو چې نننۍ ترکیه د پروني عظمت د بېرته تر لاسه کولو په تړاو فکر هم کوي او کار هم. د همدغه هدف لپاره د نړيوال سياست په لوبو کې د ترک تباريت او اسلامیت دواړه کارتونه کاروي. دغه د ترکيې خپل سياست دی او مونږ ورباندې نوره تبصره نه کوو. البته د خپل هېواد په جغرافيه کې مونږ حق لرو چې د ترکيې په کړنو غبرګون وښيو.
دغه هېواد په جنايي قضيو کې د مجرمینو د ژغورلو په موخه د هغوى د خوندیتوب لپاره د ديپلوماتيکو اسانتياوو په برابرولو او د ترک تبارو بشري جنايتونو له مرتکبینو سره ژورې اړيکې د افغاني ټولنې په ذهن کې د ولسمشر اردوغان د اسلامي هويت په هکله اندېښنې را پاروي.
ښه به دا وي چې د سبا د ماتم د مخنیوي لپاره همدا نن په زغرده يو بل ته خبرې وکړو. د افغانستان د ويشلو په هکله د امريکا د اوسني ولسمشر پخوانۍ څرګندونې، د ډاکټر نجیب د حکومت په اخري وختونو کې د ځينو پرچميانو او دوستمي ملېشو لخوا د کابل د هوايي ډګر ساتلو بوږنوونکي تاريخ، په پروژه کې د پاکستان ښکېلولو تر شا پټې موخې، د ولسمشر اردوغان لخوا طالبانو ته د اشغالګرو خطاب چې کيداى شي د اشغال موخه يې په شمال کې د ترک تبارو سيمو نيول وي. د ارګ انزوا او چوپه خوله له مونږ سره پوښتنې پيدا کوي.
مونږ شک کوو، هسې نه چې دغه درې واړه په ګډه زمونږ د هیواد لپاره د خطرناکو پلانونو د عملي کولو لپاره سره يو ځاى شوي وي. اخر زمونږ د هیواد په تړاو په اوسنيو حساسو شېبو کې د يادو دريو داسې هيوادونو لخوا څه روان دي چې زمونږ د هیواد په تړاو يې په تګلارو او کړنلارو کې نيمګړتياوې شته؟ آيا زمونږ چارواکو، طالبانو او سياستوالو کومه معامله کړې ده، عمدي تجاهل کوي او که په تيارو کې ساتل کېږي؟ بالاخره که اړتيا هم وي، نو دغه کار ولې داسې هېواد ته نه سپارل کېږي چې د افغانستان په قضاياوو کې د لاسوهنې په تور تورن نه وي؟
په پښتو ژبه کې يو متل دى واىي د بېکاره کور مېلمه واکدار وي. په رسنيو کې د خپرو شويو راپورونو له مخې، ترکيه غواړي له سوریې څخه جنګیالي استخدام او کابل ته يې د هوايي ډګر ساتلو ته راوړي. دغه ډول کارونه په نړۍ کې د خورا پېچليو عزائمو په موخه تر سره کيږي. ترکيې دېته ورته کارونه په سوريه او ليبيا کې هم کړي دي او په هغو هېوادونو کې يې ستونزې جوړې کړې، چې کورني او بهرني حساسیتونه يې هم را پورته کړي دي.
د افغانستان په سياست کې د قومونو د استازيتوب په نوم لوبېدونکې څېرې د قوم د يوې ځانګړې سيمې استازي کيداى شي، خو هيڅ سياسي مشر په هيڅ وجه د هيڅ قوم استازيتوب نشي کولای. امکان لري چې ممکن نږدې درې لسیزې وړاندې د روسیې په شان داځل ترکیه د خپلو ناروا موخو تر لاسه کولو لپاره له همدغه سپارل شوي مسووليت څخه په استفادې خپل اجنټان پياوړي کوي او يو ځل بيا زمونږ ملي امنیت غواړي چې وننګوي.
داسې شک هم شته چې امریکا او ترکيه په ګډه د خپلو ګډو ګټو په چوکاټ کې په سيمه کې د افراطي ډلو فعالیت ته لاره هواره کړي او بيا به چين په سينکيانګ ايالت کې د شرقي ترکستان د داعيې د ژوندي کولو په تړاو د ترکيې د دې ښکېلتيا په هکله غبرګون وښیي. دغه غبرګون به يقيناً په سيمه کې زمونږ ملي ګټې وګواښي او له چين سره به مو اړيکو ته زيان واړوي.
د امریکا او ترکیې تر منځ ګډ کار کول به د افراطيت د مفکورې د خپرولو له ويرې د منځنۍ اسيا د هيوادونو او د روسیې حساسیتونه را وپاروي.
تر هرڅه مهمه دا ده چې ترکیه غواړي د خپل اسلامي او تباري کارت په کارولو، په منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ پراخ کړي، امریکا به د خپلو پخوانيو پلانونو د عملي کولو پر لوري مخ پر وړاندې لاړه شي، پاکستان به د ستراتيژيک ژوروالي موخې ته د رسېدو لپاره د امریکا او ترکیې له سرپرستۍ لاندې فرصت تر لاسه کړي. مونږ به يوازې زيانونه وينو او خداى مه کړه چې ځمکنۍ بشپړتیا مو له لاسه ورنه کړو.
د حل لاره
اوسني شرایط دا ايجابوي چې د جګړې دواړې خواوې باید د خپلو مسووليتونو د درک له مخې دغه تهديد جدي وګڼي، د يو بل د تسليمېدو خوبونه ليدل، د سولې په تړاو يو بل پړ ګڼل او په يو بل تورونه لګول پرېږدي. سوله له خپلې مانا او مفهوم سره ومني. که په دغه هېواد کې ګډ ژوند کوو، نو نن يو ځل بيا وايم چې د واک د انحصار فکر ليونتوب دى.
زه له نورو سره د طالبانو په ګډ کار کولو کې هيڅ قباحت نه وينم. هغوى په فساد کې د دې ډلې احتمالي ښکېلتيا بانه نيسي. که د ښکېلتيا خبره وي، نو اوس هم د هغوى په ليکو کې فساد شته. باور لرو چې که جګړه ختميږي، کار اهل کار ته د سپارلو تعهد کيږي، د مجازاتو او مکافاتو اصل ته ژمن پاتې کېدل یقیني وي، که د قانون پلي کولو اراده موجوده وي، که په مديريت کې وړتیا موجوده وي او له قانون څخه د معافیت کلتور ته د پاى ټکى ايښودل کېږي؛ نو په ګډ کار کولو کې هيڅ حرج نشته. متخلف شخص يا اشخاصو ته د قانون له مخې عدلي او قضايي محاکم سزا ورکوي او همدغه د جرایمو ګراف راښکته کيږي. داسې سپېڅلې ټولنې کله هم نه دي جوړې شوې چې د فساد جرم او جنايت ګراف پکې صفر ته راښکته شوى وي. که دغه کار شونى واى، نو عدلي او قضايي ادارو ته به هيڅ اړتيا نه وه.