په لویه کې د نړۍ هر هیواد د پرمختګ لپاره اقتصاد، نظامي، سیاست، د ټکنالوژۍ او کلتور په برخه کې پیشرفت ته اړتیا لري. دا پنځه هغه مهمې برخې دي چې له دې پرته ممکنه نه ده یو هیواد په رښتینې توګه پرمختګ وکړي. دې ټولو کې بیا تر ټولو مهمه برخه چې تر ډېره پرې دا څلور نورې برخې هم متکي دي، د سیاست برخه ده. دلته د سیاست له برخې مفهوم داخلي سیاست نه، بلکې د یو هیواد بهرنی سیاست دی. اوسنۍ نړۍ کې چې اکثره هیوادونه په یو بل متکي دي او واړه ماهیان له دې ډاره چې لوی ماهیان یې تېر نه کړي، د نورو لویو ماهیانو شاته پټېږي، له ټولو مهم عنصر همدا بهرنی سیاست دی.
زمونږ هیوادوال باید د بهرني سیاست د اهمیت په اړه له ټولو ښه ځکه پوه وي چې مونږ له دې برخې ډېرې ترخې تجربې لرو. د تېر ۴۰ کلن ناورین بنیاد او اساس غلط بهرنی سیاست و. د داوود د کودتاه پر مهال د هیواد په داخلي سیستم کې د خلق او پرچم نفوذ، د شوروي اتحاد یرغل ته لار برابرول او بالاخره زمونږ ګران هیواد د اشغال غېږ ته غورځول هغه ناکام بهرنی سیاست و، چې له امله یې تر ننه زمونږ هیواد د بهرنیو د لوبو میدان دی او لا به هم جریان لري.
تېر ۲۰ کاله افغانستان د امریکا په دوستۍ کې تېر کړل. دا ۲۰ کاله هم د بهرني سیاست له اړخه د شوروي له اشغال څخه ډېر متفاوت نه و. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له اولې دورې تر ننه د افغانستان د بهرني سیاست محور امریکا او د ناټو هیوادونه وو. مونږ نشو کولی چې په خپله خوښه خپل سیاست ترسیم کړو، بلکې زمونږ بهرنی سیاست تر ډېره د امریکا او د دوی د ملګرو د سیاسي ګټو لپاره یوه وسیله وه. دا سیاست زمونږ د ګټو لپاره نه جوړېده، ځکه چې مونږ په مالي او نظامي برخو کې په کلي ډول په همدې هیوادونو تکیه وو.
یوویشتمه پیړۍ له غرب څخه شرق ته او یا له اروپا+امریکا څخه اسیا ته د واک د لېږد پیړۍ یادېږي. اسیايي هیوادونو تر ډېره د غرب پر ځای شرق ته مخه کړې او فکر کوي چې له چین سره خپل روابط جوړ کړي او وتوانېږي چې د چین برلاسي نړیوال نظام کې ځان ته ځای پیدا کړي. هېڅ اسیايي هیواد نه غواړي چې د غرب لپاره خپلې ملي ګټې تر پښو لاندې کړي. سوېلي کوریا، جاپان، هند، استرالیا اندونیزیا، تالینډ او کمبوډیا هغه هیوادونه دي چې دا مهال پرې امریکا د چین د مخنیوي لپاره حساب کوي. دا پاسني هیوادونه امریکا بسپنه کوي څو د چین مخه پرې ونیسي، خو د دې هیوادونو حال هم داسې دی چې راتلونکی یې له چین سره تړل شوی. د استرالیا څلوېښت سلنه تجارت له چین سره دی، جاپان له چین سره د یوې سیمې هیواد دی او نه غواړي مشکلات یې ډېر شي، دوی له امریکایانو او چینایانو سره په شریکه ګټه کوي او چې پوه شي امریکا نوره د نړۍ له مشرۍ غورځېدلې، په هماغه ورځ به یې له چین سره اړیکې بې سارې وي، اندونیزیا او دا نور هیوادونه هم همداسې.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپل وخت په اواخرو کې په دې پوه شوی و، چې مونږ باید د امریکا له بلاکه ورو ورو پښې وباسو او خپل آزاد بهرنی سیاست ولرو، له ګاونډیانو سره خپلې ستونزې حل کړو او د خپلو ملي ګټو سیاست ته مخه کړو. دا یو ډېر مهم درک و چې افغانستان ورته وروسته له ډېرې مودې اړتیا درلودله. له ګاونډیانو سره ستونزې حل کول هغه څه وو، چې امریکایان ورسره ډېر حساس وو او مونږ یې نه پرېښودلو چې دا کار وکړو. کرزی وروسته له ۲۰۰۸ کال چې کله یې د اوباما له ادارې سره مشکلات پیدا شول، چین، روسیې، ایران او پاکستان سره غوښتل خپلې ستونزې حل کړي، دی تر څه حده په دې کې کامیاب هم و؛ خو امریکایانو کوښښ کاوه دا اړیکې خرابې کړي، د افغان حکومت او سیمې تر منځ بې باوري او بې اعتمادي هم همدوی رامنځته کوله. کله چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنې ډاکتر اشرف غني وګټلې، یوه مشوره چې حامد کرزي ورکړه دا وه چې دی باید په امریکا ډېر باور ونه کړي او روابطو ته له هماغه ځایه ادامه ورکړي، کوم ځای ته چې دوی رسولي وو، خو متأسفانه داسې ونشول.
ډاکټر اشرف غني د ۲۰۱۴ کال له ټاکنو مخکې خپل منشور کې د بهرني سیاست لپاره هم یوه تګلاره نشر کړې وه. دې تګلارې پنځه حلقې درلودلې. په تیوریکي ډول د ډاکټر اشرف غني تګلاره یوه واقعي تګلاره وه، داسې تګلاره چې امریکا په اولو حلقو کې وجود نه درلود او تر ډېره په سیمه ییز نښلون څرخېدله. دا هغه څه وو چې د صفحې پر مخ وو، خو حقیقت کې ډاکټر غني خپله تګلاره د خپلې دندې په اوله ورځ له امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیک کولو رد کړه.
امنیتي تړون سیمې ته تشویشونه ډېر کړل، سیمې ته دا مالومه شوه چې ډاکټر اشرف غني غواړي امریکا افغانستان کې پاتې کړي، همدا د دې لامل شو چې د ډاکټر غني د بهرني سیاست تګلاره هماغسې د ورقو پر مخ پاتې شي.
واقعیت دا دی چې د امریکا شتون کې د آزادې بهرنۍ پالیسۍ جوړول ممکن نه دي، ځکه لوی هیوادونه د دې لپاره واړه هیوادونه نه لاندې کوي چې هغوی خپل تصامیم خپله ونیسي؛ بلکې د دوی د برلاسۍ مفهوم همدا دی چې وتوانېږي له وړو هیوادونو د وسیلې په توګه استفاده وکړي.
دا چې اوس هم له نظامي حضور وروسته امریکا غواړي د مالي مرستو، نظامي همکاریو او نورو وسایلو له لارې خپله ستراتیژي پر مخ بوځي، بیا هم د هماغه وخت تکرار دی چې مونږ دا ۲۰ کاله تجربه کړی. له دې امله سوله یوازینۍ لار ده چې په نتیجه کې یې جګړه ختمېدلای او یو داسې حکومت جوړېدلای شي، چې وکولی شي په خپله خوښه خپله بهرنۍ پالیسي ترسیم کړي.
په فرضي ډول که چېرته داسې حکومت جوړ شي چې بهرني سیاست او خپلو تصامیمو کې آزاد اوسي، باید په دقت د نوې بهرنۍ پالیسۍ په اړه فکر وکړي. مونږ باید داسې بهرنی سیاست پر مخ بوځو چې د احساساتو، عواطفو او تنګ نظرۍ پر ځای پر واقعیتونو، درک او بصیرت ولاړ وي.
زما په اند، افغانستان باید خپل بهرني سیاست کې د لوېدیځ پر ځای ختیځ ته مخه کړي. دا چې ولې باید افغانستان دا کار وکړي، لوی بحث دی، خو زه په لنډه بڼه څو مهمو نقطو ته اشاره کوم:
لومړی؛ امریکا، ناټو او د ناټو ملګري هیوادونه مونږ تېرو ۲۰ کلونو کې تجربه کړل. د دې تجربې د ناکامۍ لپاره له دې بل لوی دلیل نشته چې امریکا د افغانستان له حکومت سره په داسې وخت کې خپل فزیکي حضور سر ته رسوي، چې حکومت د خپل لنډ تاریخ په بدترین وخت کې قرار لري. دا هغه وخت دی چې حکومت له ټولو زیات ناټو او امریکا ته اړتیا لري، خو دوی یې په اړه بې تفاوته دي. زما په اند، دا له دې امله نه ده چې ګنې امریکا نه غواړي د افغان حکومت ملاتړ وکړي؛ بلکې دا د امریکا د ستراتیژۍ برخه ده چې غواړي حکومت د سرطان د ناروغ په شان داسې حالت کې پرېږدي، چې نه یې مرګ په نصیب وي او نه هم د رغېدو امید لري. امریکا ځکه دا کار کوي چې زمونږ شاوخوا هیوادونو کې امریکا دوست نه لري، دلته سیمه په ټوله کې د دوی دښمنه ده او دوی غواړي سیمه له همدې ځایه کنترول کړي. دا چې امریکا وتوانېږي دا هدف لاسته راوړي، باید افغانستان کې حالات داسې وي چې دوی ترې استفاده وکړای شي. د سولې او مستقر حکومت په شتون کې ښايي امریکا ته دا استفاده مشکله وي.
دویم؛ د امریکا او چین د سیاسي رقابت له تناظره چې زمونږ د هیواد راتلونکي ته ګورو، که چېرته افغان حکومت د امریکا په بلاک کې پاتې شي، له دوی به د چین او د سیمې نورو هیوادونو پر وړاندې یوازې د وسیلې په توګه استفاده کوي، ځکه چې امریکا داسې یو هیواد ته زمونږ په سیمه کې اړتیا لري چې د چین او روسیې په انګړ کې نا امنه اوسي. زما په اند، دا فیصله دوی له ډېر وخته په افغانستان کړې.
درېیم؛ همدا راز چین او روسیه د دې اړتیا لري چې له خپل انګړه نا امني ختمه کړي او نسبي سوله اوسي، څو دوی آزاد اوسي چې د نړۍ په نورو ځایونو کې د امریکا شتون چلېنج کړي. که د دوی انګر کې دننه ورته جنجال جوړ وي، دا ممکنه نه ده چې دوی بل ځای کې مؤثر رول ولوبولا شي. راتلونکي افغان حکومت ته دا لوی فرصت دی چې د دې لویو شرقي هیوادونو له مجبوریته، له دوی استفاده وکړي.
څلورم؛ د هیواد شاوخوا د سیمې په هیوادونو کې هم بیا دوه داسې بلاکونه دي چې دا مهال قوي فعالیت لري، یو بلاک چین، پاکستان، ترکیه او بل بلاک روسیه او ایران دی. دا هم لوی بحث دی چې افغانستان بیا د دې دوو بلاکونو تر منځ د کوم مثلث برخه اوسي. زما په اند، د دې دوو بلاکونو تر منځ بیا افغانستان ته د ناپېلیتوب سیاست غوره کول پکار دي، افغانستان باید دا ټول هیوادونه سره په اقتصادي بڼه ونښلوي. ممکن دا اقتصادي نښلون د دې سبب شي چې افغانستان د پردیو د جګړې د میدان پر ځای اقتصادي څلورلارې شي.
تر هغې چې مونږ له خپل هیواد څخه د خپل همسایه پر ضد د بل کلي ملک نه وي ځواب کړی، نه به زمونږ سوله په نصیب شي او نه به دا سیمه استقرار وګوري.