پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په هیواد کې د وروستیو نا امنیو له کبله ډيری هیوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتې دي، حامد کرزي ویلي، په هیواد کې روان تاوتریخوالي زرګونه خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړي او اوسمهال په یو بد بشري حالت کې ژوند کوي. کرزي په نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول پر یونما غږ کړی چې له دې کورنیو سره دې ژر تر ژره مرستې وکړي. نوموړي دغه راز له ملي سوداګرو هم غوښتنه کړې، چې د بې ځایه شویو کسانو لاسنیوی وکړي. کرزي ویلي، په جگړه کې ښکېلې غاړې باید د ملکي وګړو د سر او مال ساتنې ته په کلکه پاملرنه وکړي او له روانو حالاتو څخه د خپلو خلکو د ژغورلو او مصئونیت لپاره له جگړې لاس واخلي او په ټول توان او جدیت سره د سولې مذاکرات پیل او د کامیابي لپاره یې کوټلي گامونه اوچت کړي.



































