دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

لاجورد دهلېز؛ د سیمه ییز او نړیوال جیوپولیټيک په رڼا کې

لیکنه: شعيب رحيم 

اگست 4, 2021
in لیکنې
0 0

د امریکا ورېښمو نوې لارې  New Silk Roadنوښت هغه وخت وزیږېد چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هېلري کلنټن د ۲۰۱۱ کال په جون میاشت کې هند ته د خپل سفر پر مهال په یوه وینا کې د رېل لارې، لویو لارو او د انرژۍ د لېږد د نورو بنسټونو له لارې د سیمه ييز پيوستون خبره راپورته کړه او د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګاز نلليکه يا ټاپي يې د بېلګې په توګه ياده کړه. د دغه نوښت موخه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د سيمه ییزې سوداګرۍ، ترانزيټ او زېربنايي پرژو له لارې مخ پر وده افغانستان و. دا وینا په سیمه کې د خپلو سيالو هېوادونو ایران، روسيې او چین د ګټو مهارولو او د امریکا متحده ایالتونو د اوږدمهالې ښکېلتيا ښودنه وه. نو دغه شالید ته په کتو، د نومبر په ۱۵مه د ترکمنستان په عشق آباد کې د لاجوردو اقتصادي دهلېز د تړون لاسلیک کېدل په سیمه کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو له ستراتيژيک ليد سره اړخ لګوي.

دغه اقتصادي دهلېز؛ سوداګریزه او لېږدرالېږد لاره ده چې د افغانستان د فاریاب او هرات ولایتونو له آقينې او تورغونډۍ بندرونو څخه پیلېږي، د ترکمنستان ترکمنباشي بندر ته رسېږي، له کسپین بحيرې تېرېږي او د ګورجستان د پلازمينې تبليسي په تېرېدو سره په توره بحیره کې د هغه هېواد پوټي او باټومي بندرونو له لارې د آذربایجان باکو ته رسېږي او له هغه ځایه د ترکيې له لارې اروپا ته رسېږي. په دغه لاره کې سړک، رېل پټلۍ او سمندري لېږدرالېږد یا ترانسپورټي وسایل شاملېږي. د یادونې وړ ده چې غړو هېوادونو پر دغه تړون درې کاله بحث وکړ او یوې پایلې ته ورسېدل.

په دغه پروژه کې د هر غړي هېواد د جیوپوليټيک حالت څېړنه په نړیوال او سيمه ييز سياسي اقتصاد کې د هغوی د مهمو اغېزو ښودنه کوي. افغانستان د دغه تړون لاسلیک کېدل تر ډېره بریده د خپلو اوږدمهالو اقتصادي موخو د تر لاسه کولو په لور د یوه مهمه ګام په توګه ونمانځل. په وچه د چاپېر هېواد په توګه افغانستان تر ډېره په خپله نړیواله سوداګرۍ کې د نړیوالو کنوېنشنونو او د افغانستان ترانزيټي سوداګريز تړون (ATTA) او افغانستان- پاکستان ترانزيټي سوداګریز تړون (APTTA) په څېر دوو اړخیزو تړونونو په پام کې نیولو سره پر پاکستان تکیه پاتې شوی دی. خو دغو قانوني چوکاټونو له افغانستان سره ډېره مرسته نه ده کړې او د پاکستان لخوا دغه هېواد د ترانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې له ننګونو سره مخ کړی. د جغرافيايي موقعیت په برخه کې د افغانستان دغه کمزوري همېشه د پاکستان لخوا پر افغانستان د خپلو سیاسي اجنډاوو د تپلو لپاره د فشار د یوې آلې په توګه کارول شوې. اوس د لاجوردو اقتصادي دهلېز نه یوازې د یوې بديلې لارې په توګه مطرح دی، بلکې له اروپا سره د سوداګرۍ لپاره د افغانستان تر ټولو لنډه، ارزانه او باوري لاره ویل کیږي. پر ترانزيټ او سوداګرۍ سربېره، دا تړون له سیمې سره د افغانستان د پیوستون او د سوېلي اسیا، مرکزي آسیا او منځني ختیځ د بازارونو د تړلو لپاره د یوه مرکز په توګه د افغانستان د راتلونکي تضمین په لور یو ستراتیژيک ګام بلل کېږي.

د لاجوردو اقتصادي دهلېز بل لوری ترکمنستان دی. دغه هېواد په نړۍ کې د طبيعي ګاز څلورم تولیدوونکی دی چې روسیې، چین او ایران ته يې صادروي. خو له هایدروکاربن صنعت څخه د هغه هېواد عاید د پرله‌پسې ټکانونو له کبله مخ پر ټیټېدو دي. روسي ګازپروم شرکت د ترکمن ګاز پېرل ځکه ودرول، چې د ۲۰۱۶ کال په پیل یې کې د نرخ پر سر اختلاف راغی او بل خوا ته ایران ته هم په ۲۰۱۷ کال د دغو ګازو صادرېدل د پیسو د نه ورکړې له امله د ترکمنستان لخوا ودرول شول. په دې ډول چين د یوازيني هېواد په توګه پاتې شو چې د ترکمنستان ګاز پیري؛ خو دا آپشن هم ورو ورو له ستونزو سره مخ کېږي. چین ته د ترکمن ګاز لېږد له دریو (الف) (ب) او (ج) لیکو څخه د چین لوېدیځ ته تر رسېدو پورې له ازبکستان او قزاقستان څخه تېرېږي. د دغې کچې د ډېرولو لپاره د کال نور دېرش میلیارده مکعبه ګاز هم په پام کې دی چې د (د) ليکې له لارې چې هغه به له ازبکستان، تاجکستان او قرغېزستان له لارو تېرېږي، چين ته ورسېږي. خو د دغې لارې د رغولو چارې د ۲۰۱۵ کال له ډسمبر راهیسې د لارې او تخنيکي موضوعاتو پر سر درېدلې دي. له بلې خوا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګاز نلليکې یا ټاپي پروژه هم په تېره بیا په افغانستان کې د امنيت حالت ته په کتو سره آسانه چاره نه ده چې پلې شي.

دغه هېواد تر ډېره پر هایدروکاربن صنعت د تکیې له امله له ننګونو سره مخ دی او اوس هڅه کوي چې اقتصاد يې پر بېلابېلو بنسټونو تکيه وي. د دغې موخې لپاره يې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۳۰ کال پورې د ټولنیز- اقتصادي پرمختګ لپاره د ملي پروګرام (National Program for Socioeconomic Development) لومړيتوبونه د یوه ستراتيژيک حرکت په توګه غوره کړي، چې له مخې يې غواړي د تورې او کسپین بحيرې د نښلولو په ګډون د لېږدرالېږد او ټرانزيټ په یوه دهلېز بدل شي او له همدې امله يې د ترانسپورټ پر بنسټونو ډېر لګښتونه کړي. ځکه نو د لاجورد اقتصادي دهلېز تړون د دغه هیواد له ستراتیژیکو لومړيتوبونو سره اړخ لګوي. دا به یاد هېواد له سويلي قفقاز سره لا نږدې کړي او ډېر اقتصادي فرصتونه به په لاس ورکړي.

په ټوله کسپین بحیره کې د لاجوردو سوداګریزې او ترانسپورټي لارې په سیمه کې د آذربایجان، ګرجستان او ترکیې په څېر د امریکا د ملاتړ وړ ټکو ته رسېږي. آذربایجان په جیوستراتیژیک لحاظ د سويلي قفقاز په نښلولو کې مهم رول لري. دغه هېواد د پخواني شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته خپلواکي اخيستې او له هغې راهيسې هڅه کوي چې له روسيې څخه واټن واخلي او ځکه چې روسیه له خپلو کوچنیو ګاونډیانو سره ناروا چلند کوي. له بلې خوا د اکثریت شیعه مسلمان مېشتي هېواد په توګه له ایران سره توکمي او مذهبي ګډولې لري. خو سره له دې يې د شوروي پر مهال سيکولر دريځ ساتلی او له ایران سره یې د سياسي او اقتصادي اړيکو په برخه کې واټن ساتلی دی. د اسرايلو او آذربایجان تر منځ نږدې، پوځي، اقتصادي او سیاسي اړيکې د تهران لخوا د ایران ترهونې او اسرایلو په لور د کږلون په ستره ګتل کېږي. له همدې امله دواړو هېوادونو د جاسوسۍ په تور د یو بل د اتباعو نیولو ته دوام ورکړی.

د ۲۰۱۶ کال په اګست کې آذربایجان په یوه درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ چې له ایران او روسيې سره پکې د شمال- سوېلي ترانسپورټي دهلېز پر سر خبرې وشوې. دغه لاره چې له ځمکې او سمندر تېرېږي، موخه يې د ایران، سوېلي قفقاز او روسیې له لارې له اروپا سره د هند نښلول دي. د آذربایجان ګډون د دغه هېواد د جیوپوليټیک دریځ له مخې حیرانوونکی و، ځکه چې یاد هیواد تل د روسيې او آیران څخه واټن ساتلی و او له داسې ناستو یې ډډه کړې وه. دې ته د امریکا د پام ور اړولو د یوه اقدام په نظر وکتل شول، ځکه د اوباما ادارې دغه هېواد ته ځانګړی پام نه و کړی چې پر دې باندې یاد هیواد ډېر خواشینی و. خو د لاجورد د اقتصادي دهلېز د لاسلیک کولو اقدام یو مانور دی، چې نه یوازې له دودیز جیوپولیټیک دریځ سره یې اړه لري، بلکې دغه راز د امریکا د سيمه سیالانو، ایران، چین او روسيې د تبې د راټيتولو په موخه شوی خوځښت هم دی.

د لاجوردو اقتصادي دهلېز بل تمځای ګورجستان دی چې له روسيې، آذربایجان او ترکيې سره ګډه پوله لري او په لوېدیځ کې له تورې بحيرې او سوېلي قفقاز سره نښتی. له دوو پېړیو راهیسې دغه هېواد د لوېديځ د ملاتړ د تر لاسه کولو هڅه کوي څو د خپلو پیاوړو ګاونډیو روسیې او پرشيی (پخواني ايران) مقابله وکولای شي. د شوروي اتحاد ماتېدو په ۱۹۹۱ کال کې دغه هېواد ته خپلواکي ورکړه، خو روسیې بیا هم دغه هېواد او خپل نور کوچني ګاونډیان د خپل نفوذ د سیمې په توګه وساتل. د ګرجسان پر وړاندې د ځواک د نندارې ته اېښودو وروستی مورد هغه مهال و چې روسیې د ۲۰۰۸ کال په اګست کې دغه هېواد لاندې کړ او د ګرجستان سوېلي اوسيتیا او ابخازیا يې د خپلواکو سیمو په توګه په رسميت وپېژندلې. دغه حرکت تر ډېره بریده له غرب او ناټو سره د یو ځای کېدو له لارې لوېدیځ ته د ګرجستان د نور نږدې کېدو د مخنيوي لپاره و.

ګورجستان ترکيې ته د آذري تیلو او ګازو د لېږد یوه لاره ده. آذربایجان، ګورجستان او ترکیه خپلو منځو کې پر نښلېدو تمرکز کوي. په دغو هڅو کې د سوېلي قفقاز د پایپ لاین (د ګازو پايپ لاین) باکو- تېبليسي سیهان د تېرو پایپ لاین او باکو- تبليسي- کرس اوسپنې پټلۍ د آذربایجان، ګورجستان او ترکيې لپاره د نوو اقتصادي فرصتونو لاره پرانیستې. دغه پرمختګونه د سوېلي قفقاز په سيمه کې د ترکيې پر روسيې د برلاسي کېدو او نفوذ ښودنه کوي. دغه هېواد د باکو- تبلیسي کرس د رېل لارې ته مخکې له مخکې د ورېښمو د نوې لارې نوم ورکړی چې دا له هغې خوشبينۍ سرچینه اخلي، چې وبه کولای شي شمالي افریقا او په وچه کې ایسار مرکزي آسیا سره ونښلوي.

ترکیه هم غواړي چې تر ډېره د اروپايي ټولنې لپاره د انرژۍ د لېږد مرکز اوسي. په ورته وخت کې روسيه د اروپايي ټولنې د تېلو او ګازو ستر تامینوونکی هېواد دی. د بېلابېلو هڅو پر مټ او پر روسیه د تکيې د راکمولو لپاره امریکا او اروپا د نابوکو ګاز نلليکې په څېر نوښتونو ملاتړ کوي، چې له کسپین او منځني ختیځ څخه اتریش او مرکزي اروپا ته ګاز لېږدولای شي او ترکيه هم د انرژۍ د لېږد په مرکز بدلولای شي. د نابوکو پايپ لاین کسپین انګېزه کولای شي د روسيې انحصار او د ایران هغه هڅې وننګوي، چې غواړي د اروپا د ګازو تامین د ترانز- کسپین ګاز نلليکې له لارې وکړي، هغه پروژه چې په ۱۹۹۹ کال کې يې تړون لاسلیک شو او امریکا يې وړانديز کړی و. له بلې خوا دا کولای شي چې د ترکمنستان صادرات پراخ کړي او پر چین يې تکیه له منځه یوسي. دغه نللیکه نه یوازې له ترکمنستان څخه د ګازو د لېږد موخه لري، بلکې له قزاقستان څخه هم اروپايي ټولنې ته د نیمه سمندري نلليکې له لارې لېږد په پام کې لري. اوسمهال په کسپین کې د پولو پر سر شخړې او د ایران او روسيې تر منځ د دې پروژې پر سر سیالیو دغه کار ځنډولی. دا هم د یادولو وړ ده چې دا نللیکه به د لاجوردو د اقتصادي دهلیز له لارې د آذربایجان او ګورجستان په وسیله ترکيې ته رسېږي.

د پورته یاد شوي جیوپوليټيک وضعيت په پام کې نيولو سره لاجورد دهلېز د سيمې د ځینو هېوادونو له ملي لومړيتوبونو سره اړخ لګوي او له بلې خوا په سيمه کې د امریکا له ستراتيژيکې ښکېلتیا سره هم همغږي لري. دغه اقتصادي دهلېز د غړو هېوادونو اقتصادي او سياسي اړيکې هم نږدې کولای شي او په اوږدمهال کې د ترانز- کسپین د ګازو نلليکې په څېر د نوښتونو عملي کېدو ته هم لاره هوارولی شي. په پای کې ویلای شو چې دا دې ډېره‌وونکې نښلونې او اقتصادي همکارۍ له لارې سيمه ييزه پراختيا ډاډمنولای شي چې دا په سيمه کې پر ټولیز پرمختګ هم اغېز ښیندلای شي.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ له لويز لولا سره ټلیفوني خبرې وکړې

جولای 27, 2026

پيټر پيليګريني چين ته ورسېد

جولای 27, 2026
Screenshot

پاپوا نوي ګيني د تای بې د اقتصادي چارو دفتر وتاړه

جولای 27, 2026

د چین د جینګ ده جن د خټو لوښي تاریخي پاتې شوني د نړیوال میراث لېست کې شامل شول

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In