زه نن سهار دفتر ته له تللو وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ته لاړم. دغه وزارت ته به ښایي اته نیمې بجې رسېدلی وم.
په بهرنیو چارو وزارت قونسلي ریاست کې ګڼه ګوڼه تر پرون ډېره وه. د یاد ریاست د ودانۍ مخ کې مې د چارو ادارې د حقوقي ریاست رئیس اجمل هوډمن او د مطبوعاتو رئیس خوشال خلیل او یو بل کس هم ولیدل، چې په خپلو کې یې سره ګرم مجلس درلود.
د یاد ریاست تل خونې ته لاړم، څو د خپلو اسنادو پوښتنه وکړم، خو د … هاشمي په نوم یو مسؤول کس راته وویل، چې کار دې نه دی خلاص شوی، د تصدیق لپاره د خلکو اسناد بې حده ډېر راغلي. سبا ته راشه.
له بهرنیو چارو وزارت راووتم او ارګ ته پلی روان شوم.
د استقلال لیسې، سرینا هوټل او پښتونستان څلورلارې سره د موټرونو ډېر زیاته ګڼه ګوڼه وه او ټول ولاړ وو.
خلک په پلو لارو چټک چټک روان وو او اکثرو یې د طالبانو او ولایتونو د نیولو خبرې کولې. دوه دری ځله مې دا هم له خلکو واورېدل، چې موږ خو څه نه دي کړي، عادي خلک یو او طالبان موږ ته هېڅ نه وایي….
نن سهار د طالبانو له خوا د ننګرهار او لغمان ولایتونو د نیولو خبرونه هم ورکړل شول، خو لا هم په رسمي ډول تائید شوي نه وو.
د پل یک پیسه ګي دروازې له لارې چې د چارو ادارې محوطې ته ننوتم، چا راته زنګ وکړ، ویل یې چې د پي پي اس کارمندانو د بې وسلې کولو اوازه ده. ما ورته وویل چې زه یې همدا اوس وینم، چې منظم او وسلې په غاړه دندې ترسره کوي.
د کانونو وزارت د پخوانۍ ماڼۍ، ملي تدارکاتو ادارې او چارو ادارې په مخ کې د خلکو ګڼه ګوڼه د پخوا په شان وه.
زه د یوه دفتري کار او له بانک (میوند بانک څانګه) نه د پیسو اخیستلو لپاره د چارو ادارې انګړ ته لاړم. پر بانک تر حد زیات بیروبار ؤ.
له دې ځایه د ارګ داخل ته روان شوم. د جنګي دروازې چپ لوري ته چې د اداري تعمیر په نوم یادیږي، ننوتم.
دلته هم کارکوونکي د پخوا په څېر په کارونو بوخت وو.
د تېر په شان تالاشۍ هماغسې دقیقې او سختې تر سره کېدې.
له اداري تعمیر نه د حرم سرای خواته رهي شوم. هلته زموږ کاري دفتر ؤ.
د حرم سرای په حوېلۍ کې مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني ناست ؤ او د پي پي اس پهرې ورباندې ولاړې وې.
کله به چې ولسمشر د حرم سرای په حویلۍکې ملاقاتونه درلودل، نو دفتر ته زموږ لاره بېله وه او د عمومي دروازې نه له ننوتلو وروسته به ښي لوري ته په تونل کې داخېلېدلو.
شاوخوا لس نیمې بجې وې، چې دفتر ته ورسېدم. د دفتر له کړکۍ مې د حرم سرای حویلۍته وکتل، ولسمشر پر چوکۍ ناست ؤ او څه یې مطالعه کول.
د ولسمشر غني د کېناستي ځای لږ څه وړاندې زموږ د دفتر مخامخ ؤ.
دا وخت په فیسبوک کې هغه ویډیو خپره شوه، چې د طالبانو په واسطه د میدانښار نیول کېدل ښکارېدل.
ماته یوه ورځ وړاندې (شنبه)، په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي، ښاغلي محمد اکرم خپلواک وویل، چې طالبان کابل ته د جګړې او زور له لارې نه راننوزي، بلکې له تفاهم وروسته به یې لومړی مشران راځي او د نوي حکومت په اړه به خبرې کیږي.
په همدې سهار، ښاغلي خپلواک له ولسمشر سره په لسو بجو لیدلي وو.
څه کم یوولس بجې وې، چې بیا مې د ولسمشر لوري ته وکتل. دا مهال په عربي جامو کې یو شخص او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ورسره ناست وو.
له معلوماتو وروسته څرګنده شوه، چې دا شخص د عربو متحده اماراتو په امنیت شورا کې د افغانستان د برخې مسؤول، ښاغلی سیف خرباش ؤ.
ښه مې یاد شي، له غرمې مخکې ۱۱:۱۱ وې، چې د فیرونو اوازونه مې واورېدل، ما زر د ولسمشر خواته وکتل او ومې لیدل، چې ولسمشر په ډېره چټکۍ د حرم سرای هغې برخې ته ننوت، کوم چې هلته د اوبو یو حوض هم موجود دی او دلته به پخواني ولسمشر حامد کرزي د نړۍ له نورو ولسمشرانو سره کله ناکله مطبوعاتي کنفرانسونه ورکول.
په همدې مهال د پي پي اس یو ساتونکی، چې زموږ د دفتر په مخ کې پر برنډه پهره ؤ، هم په ځغاسته د ولسمشر خواته لاړ.
زه هم له دفتر نه راووتم او د حرم سرای له بلې دروازې، چې د کوتي باغچې او شب جمعې د قصرونو خواته ده، په لوري روان شوم.
له دروازې نه د وتلو په وخت کې، د پي پي اس ساتونکي راته وویل، چې د چهارچنار ماڼۍ په څنګ کې د بیرغ خواته لاړ شم.
چپ لاس ته مې چې وکتل، ښایي پنځلس یا شل زرهي موټرونه چالان وو او د تاوېدو راتاوېدو په وخت کې یې د ټیرونو اوازونو انګازه کوله.
زه هم په عجله له ارګ نه د وتلو په تکل کې وم.
د بیرغ لاندې ته په رسېدو مې ولیدل، چې د سنګي قصر او امنیت شورا له ماڼیو نه ډله ډله کسان په ډېره بېړه د وتلو په حال کې وو. وحید عمر او د امنیت شورا معاون فاضل هم په دې ډله کې وو.
دا مهال دوه زرهي موټرونه چې CD نمبرپلېټونه یې درلودل، په ډېر سرعت د بیرغ له تونل نه ووتل.
جنګي دروازې ته له رسېدو سره ګڼه ګڼه زیاته شوه، ځکه له نورو تعمیرونو هم خلک په ځغاسته وو.
له جنګي دروازې نه بهر، په کیڼ لاس کونج کې د پي پي اس ټیم لیډر (قاري امان) له یو بل کس سره خبرې کولې او په لوړ آواز یې ویل، چې هیچ کس برایم جواب نمیته، کوچی (قاهر کوچی، د ولسمشرۍ ساتنې ریاست رئیس) را ګفتم که چه کنم، هیچ جواب نداد، مه مسؤولیت دارم…)
ما هېڅکله هم د پي پي اس ساتونکي داسې بې وسه او عاجز نه وو لیدلي. حیران حیران یې یوه لوري، بل لوري ته کتل.
زه په جلتو قدمونو د اریانا دروزاې خواته په سړک روان شوم. سړک د ارګ له کارمندانو ډک ؤ او ټول وارخطا روان وو.
د شنبه په ورځ د آریانا له لارې ارګ ته د لوړپوړو کسانو له موټرونو پرته، پر نورو موټرونو د ننوتلو بندیز لګېدلی ؤ.
د شش درک له دروازې د آریانا څلورلارې ته په راغلي سړک، لا هم هماغسې پهرې ولاړې وې او موټرونه په دقیق ډول څارل کېدل.
کله چې د شش درک له دروازې ووتم، پر سړک د موټرونو ازدحام جوړ ؤ.
دا چې د شش درک سیمه په شنه ساحه کې شامله وه، نو پخوا به هر موټر پر دې سړک نه شوای تېرېدلای.
موټروان ته مې وویل، چې باید د یوه ضروري کار د تر سراوي لپاره طلایي ښارګوټي ته لاړ شو.
د پُل محمود خان سره د موټرونو بد حال ؤ او بې شمېره خلک هم پلي چټک چټک د حضوري چمن په لوري روان وو.
ښایي په ۴۵ دقیقو کې به طلایي ښارګوټي ته رسېدلی وم.
له هغه ځایه مو ژر حرکت راوکړ او د پُل محمود خان له لارې مې خوشال خان مېنې ته د تګ لپاره موټروان ته لارښوونه وکړه.
له طلایي ښارګوټي نه تر پُل محمود خان پورې ازدحام ډېر نه ؤ، خو د سړک بلې غاړې ته ګڼه ګوڼه ډېره زیاته وه.
د دفاع وزارت سره په څنګ سړک کې یو یو موټر لیدل کېده او ټول په چټکۍ سره روان وو.
د ۰۵دروازې (د دفاع وزارت ته څېرمه، ارګ ته د ننوتلو دروازه) سره د تېرېدو پر مهال مې ولیدل، چې د پي پي اس ساتونکي پر وسلو سمبال او اماده ولاړ وو.
ښایي دا مهال به له غرمې وروسته یوه بجه وه.
تر دې ځایه مو هېچېرې طالبان ونه لیدل.
تر دهن باغ څلور لارې د موټرونو ډېر ازدحام نه و. یادې څلور لارې ته په رسېدو د مخته تللو لاره بنده شوه.
موږ د بهارستان د غره او کوڅو له لارې باغ بالا او خوشال خان مېنې ته ځان برابر کړ. دا لارې هم سختې بندې وې. پنځه بجې افشارو ته ورسېدو.
تر دې ځایه مو هم طالبان چېرې ونه لیدل.
د لارو په اوږدو کې د کورنۍد غړیو او دوستانو زنګونه راتلل. موږ به همدا یوه پوښتنه کوه، چې طالبان چېرې راورسېدل، ومو ولیدل که نه؟ هېچا مثبت ځواب نه راکاوه.
هر چا پر فیسبوک حوالې ورکولې.
کور ته په رسېدو، پر فیسبوک د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویډیو خپره شوه او خلکو ته یې ډاډ ورکړ، چې دی همدلته دی او له امنیتي او طالبانو له ځواکونو یې وغوښتل، چې د خلکو امنیت او سلامت ته پام وکړي.
د ده ویډیویي پیغام چې د “عاجل” نوم یې ورکړی ؤ، داسې وخت خپور شو، چې د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د فرار اوازه ورته رسېدلې وه.
دا په داسې حال کې وو، چې د پي پي اس څو ساتونکي د ښاغلي کرزي کورته ورغلي وو او هغه یې ددغه پېښې په اړه خبر کړی ؤ.
د باخبره سرچینو د معلوماتو په اساس، دغو کسانو دا هم ورته ویلي وو، چې د ولسمشر غني په موټرونو کې پیسې پاتې دي او د پي پي اس نورو ساتونکو ورباندې چور تالان پیل کړی دی.
ښاغلي کرزي په دې وخت کې د دفاع وزیر بسم الله خان ته زنګ کړی ؤ او د حالاتو د کنټرول لپاره یې ترې مرسته غوښتې وه.
بسم الله خان ورته ویلي وو، چې دی په هوایي ډګر کې په نظامي قول اردو کې دی، راتللای نشي او که ممکنه وي، چې ښاغلی کرزی دې هلته ورشي.
ما دا وخت د پي پي اس ځینو دوستانو ته زنګونه وکړل، خو ځینې یې له ارګ وتلي وو او ځینې یې په مختلفو برخو کې لا هم هلته موجود وو.
دوی ویل، چې هېڅوک نشته او ارګ خالي دی.
ځینې یې بیا ماښام له دفترونو وتلي وو او خپل هر څه یې هلته پرېښي وو.
د معلوماتو او سرچینو په اساس، پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو هغو چورلکو په واسطه چې نور کله به یې نږدې ولایتي سفرونو کې کارولې، ازبکستان ته لاړ او له هغه ځای وروسته د چارټر شوې الوتکې په واسطه متحده اماراتو ته ستون شو.