د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره د دغه ولایت د خلکو په غوښتنه او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۹۰ ز کال کې کېښودل شوه. د لوړو زده کړو د دې موسسې رییس پوهنمل سیف الله ضیایي وایي، دا موسسه اوسمهال درې پوهنځي ( ښوونه او روزنه، جیولوژي او معدن او شرعیات) لري. د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسه په دغو دریو پوهنځیو کې ۱۷۸۳ محصلین لري چې له دې ډلې ۴۰۰ یې نجونې دي.
د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی شپږ ډېپارټمنټونه لري چې له: پښتو ادبیاتو، انګلیسي ادبیاتو، ریاضي، فزیک، بیولوژي او کیمیا څخه عبارت دي. دغه راز د دې موسسې د شرعیاتو پوهنځی دوه ډېپارټمنټونه ( اسلامي تعلیمات، فقه او قانون) لري. د ضیایي په خبره، (ګټور جامد نباتات) د دې موسسې د جیولوژي او معدن پوهنځی یوازینی ډېپارټمنټ دی.
پوهنمل سیف الله ضیایي وايي، د پنجشېر د لوړو زده کړو په موسسه کې د تدریس چارې د ۴۷ تنه استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي چې له دې ډلې ۱۰ تنه یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او لسو نورو د ماسټرۍ پروګرام پای ته رسولی او د اسنادونو تر لاسه کولو قانوني بهیر یې پیل شوی دی. دی وایي، ډېر ژر به پاتې کسانو ته هم په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ زمینه برابره کړي. د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې رسمي ښځینه استادان نه لري، خو درې تنه بل مقطه استادان شته چې د ځینو پوهنځيو په ډېپارټمنټونو کې تدریس کوي.
د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه رسمي کتابتون نه لري، خو د رییس په خبره، یوه درسي خونه یې د کتابتون لپاره ځانګړې کړې ده چې د وزارت او خلکو په مرسته یې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۶۰۰ ټوکه بېلا بېل کتابونه ورته راټول کړي دي. دی وایي، هڅه کوي چې د لوړو زده کړو وزارت او یا هم کومې بلې ادارې په مرسته د کتابتون لپاره ځانګړې ودانۍ جوړه کړي، څو یې محصلین او استادان وکولی شي چې په یوه هوسا او ارامه فضا کې خپله مطالعه او څېړنه وکړي.
پوهنمل سیف الله ضیایي وایي، موسسه یې د محصلینو لپاره د لیلیې امکانات لري، خو په هغه ډول نه دي چې ټول په شرایطو برابر محصلین پکې ژوند وکړي. دی وایي، اوس یې لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو ته د موسسې په لیلیه کې د اوسېدو زمینه برابره کړې ده، خو پاتې نورو کسانو ته په میاشتني ډول د لوړو زده کړو وزارت د بدل اعاشې له مقررې سره سم پیسې ورکول کېږي او د پوهنتون په شاوخوا کې یې د ځانونو لپاره کوټې نیولې دي او ژوندن پکې کوي.
که څه هم چې د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې په زیاته کچه محصلین نه لري، خو دا چې نوې تاسیس شوې ده او په کافي اندازه تدریسي خونې نه لري، نو یوازې د دغو دریو پوهنځیو لږ تر لږه ۱۷۰۰ محصلین هم په دوو ټایمونو کې راغواړي. دی وایي، یوه برخه محصلین د سهار اته بجې راځي او تر دوولسو بجو پورې درس وایي او بله ډله یې بیا د ماسپښین له یوې بجې د مازدیګر تر څلورو بجو پورې پر زده کړو بوخت وي. د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، اوس هم په ډېره سختۍ توانېدلي چې ډېر محصلین په کمو امکاناتو او تدریسي خونو کې په دوو وختونو کې د زده کړو لپاره ور وغواړي.
د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسې تر اوسه ۵۶۰ تنه فارغ شوي کسان د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي چې له دې ډله یې ۱۱۹ تنه نجونې دي. د دې موسسې رییس وایي، په شته دریو پوهنځیو کې هر کال د ۶۶۰ په شاوخوا کې د نویو محصلینو د جذب وړتیا لري. دی وایي، سږ کال هم د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې له لارې ۶۶۲ تنه نوي محصلین ور پېژندلي دي. ضیایي وایي، که یې د تدریسي خونو او پوهنځيو شمېر زیات نه شي، نو کېدای شي هر کال په همدې شمېره نوي محصلین جذب کړای شي، خو که د لوړو زده کړو وزارت ورته نوي پوهنځي منظور کړي او یا هم د تدریسي خونو په زیاتوالي کې ور سره مرسته وکړي، نو کېدای شي د دوی د جذب شمېره هم لوړه شي.
د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې په کور دننه او یا هم بهر کې له کوم پوهنتون سره داسې اړیکې نه لري چې حساب پرې وشي. د دې موسسې رییس وایي، له لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې له افغان حکومت څخه غواړي چې دا موسسه له کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو سره وصل کړي، څو وکولی شي په هر اړخیزه توګه پرمختګ وکړي. د دې موسسې رییس پوهنمل سیف الله ضیایي له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د اداري تشکیل، تدریسي او اداري ودانیو، لابراتوارونو، کتابتون، طعام خورۍ، جومات، نارینه او ښځینه دواړو محصلینو لپاره د لیلیې ودانۍ جوړېدو لپاره ور سره مرسته وکړي.
نوموړی وایي، د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو سره په همغږۍ د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسې د لا پرمختګ لپاره ډېر پلانونه لري چې یو پر بل پسې به یې عملي کړي. پوهنمل ضیایي وایي، لومړنۍ هڅه به یې دا وي چې د نویو پوهنځیو منظوري واخلي او ځانګړې ودانۍ ورته جوړې کړي، څو وکولی شي هغه معیارونه پوره کړي چې له مخې یې دا موسسه پوهنتون ته ارتقا وکړي. نوموړی دغه راز وايي، له کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو سره اړیکه جوړول او علمي اړیکې پراخول هغه څه دي چې دوی کولی شي له مخې یې هم خپلو استادانو ته په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ او دوکتورا اخیستو زمینه برابره کړي او هم په علمي ډګر کې د هغوی له تجربو ګټه واخلي. په پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرام او نور هغه څه چې یو پوهنتون ورته اړتیا لري، برابرول او پیدا کول یې د دوی اساسي موخه ده.
د دې موسسې رییس وایي، که څه هم چې د دې موسسې له تاسیس څخه ۶ کاله تېرېږي، خو لایې هم هغسې پرمختګ نه دی کړی، څه ډول چې لازمه ده. نوموړی بیا د اداري، تدریسي، لیلیې او نورو اړینو ودانیو له نشتون څخه شکایت کوي؛ ځکه دغه څه یې د کار او پرمختګ خنډ ګرځېدلي دي. ضیایي وایي، حکومت ورسره په دې برخه کې څو ځله ژمنې کړې، خو تر اوسه پورې یې عملي کړې نه دي. دی یو ځل بیا له لوړو زده کړو، مالیې، اقتصاد او ښار جوړونې وزارتونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته پام وکړي او د حل لپاره یې لاس په کار شي.