د جورج اېچ بوش بشپړ نوم جورج هربرت واکر بوش او د سناتور پرسکاټ بوش زوی دی. نوموړی په ۱۹۲۴ ز کال د جون په ۱۲مه د امریکا په ماساچوست ایالت کې زیږېدلی دی.
کورنۍ یې د نوموړي له پیدا کېدو وروسته ګرنوېچ ته لاړه او بوش خپلې لومړنۍ زده کړې په همدغه ځای کې وکړې او په ۱۹۳۶ز کال کې د فلیپس په نامه اکاډمۍ ته داخل شو.
هغه د ښوونځي او پوهنتون په دوره کې خورا ښه مخته روان و. له دې سره سره یې پراخه او ازاده مطالعه هم درلوده. د نوموړي زوی او د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش یې په اړه په یوه مرکه کې داسې ویلي: «پلار یې هېڅکله هم خوشي نه و ناست، تل به یې چې وخت پیدا کاوه، مطالعه به یې کوله او همېشه به یې پر ګرمو مسایلو له دوی سره خبرې کولې او د ټولو نظر ته یې ډېر احترام درلود. بوش وایي، پلار یې نه یوازې دا چې یو ښه مشوره ورکوونکی و؛ بلکې ښه غوږ نیوونکی هم و او هرې ښې او بدې خبرې ته به یې غوږ نیوه. په خبره کې نه لوېدو، خو د خبرو په پای کې به یې لومړی ستا پر خبرو لنډه تبصره وکړه، ښه او بد به یې درته جلا کړل او وروسته به یې خپله نېکه مشوره درکوله، نوموړی ښه پلار و.»
د بوش کورنۍ تر ډېره د امریکا په سیاست کې دخیله وه او پلار یې له ۱۹۵۳-۱۹۶۳ ز کلونو پورې د امریکا د سنا جرګې غړی و او دواړه زامن، جورج بوش یې د امریکا ولسمشر او بل هغه یې د فلوریډا ایالت والي و.
بوش چې له فلیپس اکاډمۍ فارغ شو، ۱۸ کلن و او له فارغېدو وروسته یې د امریکا په هوایي ځواک کې د پیلوټ په توګه دنده پیل کړه او دویم نړیوال جنګ ته داخل شو.
هغه په یوه مرکه کې د جګړې په اړه ځینې یادونې کړې. دی وایي: « جنګ و، موږ باید جګړه کړې وای او که مو جګړه نه کوله، نو په خپل هېواد کې دننه وژل کېدو، نو امریکایان باید جګړې ته تللي وای، څو په وقار مړه شوي وای».
نوموړی له څو کلن ماموریت وروسته بېرته پوهنتون ته لاړ او په یېل پوهنتون کې یې په زده کړو پیل وکړ. نوموړي په دغه پوهنتون کې د جمجمې د هډوکو د متخصصینو په نامه د یوې مخفي ټولنې غړی شو چې د ډېرو په باور په دې ټولنه کې د نوموړي عضویت د ده پر شناخت او ارتباطاتو هم اغېز وکړ او له هغه وروسته د نوموړي اړیکې نورې هم پراخې شوې.
د ۱۹۹۴ ز کال په ډسمبر کې یې له باربارا پایرس سره واده وکړ او له هغې د شپږو اولادونو څښتن شو.
د پاولین رابنیسون په نوم زوی یې په ۱۹۵۳ ز کال کې د سرطان له امله ومړ. بوش وایي: «یو وخت مې له خپلې مېرمنې سره خبرې کولې، د زوی د مړینې مو ډېر وخت وتلی و، هغې رانه پوښتنه وکړه، کومه داسې بده خاطره ده چې له یاده دې نه وځي. ما ورته وويل: د زوی مرګ دې دنیا تر ټولو دروند غم او سخت درد لري. مور یې هم په ژړا شوه او وروسته پښېمانه شوم چې ولې مې ورته دا سخت درد ور یاد کړ. له هغه وروسته به مو تر ډېره د هغه د نوم په اورېدو سترګو اوښکې کولې.»
بوش د ریچارډ نیکسون د ولسمشرۍ په دوره کې له ۱۹۷۱-۱۹۷۳ ز کال پورې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړه او له هغه وروسته یې له ۱۹۷۶-۱۹۷۷ ز کال پورې د امریکا په استخباراتي اداره یا (سي.ای.اې) کې د مدیر په حیث دنده ترسره کړه.
د ریګان د واکمنۍ په دوره کې د ولسمشر مرستیال او په ۱۹۸۸ ز کال کې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شو او د ۱۹۸۹ ز کال په جنوري کې یې د امریکا د ۴۱م ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
مایکل دوکاکیس د بوش پياوړی رقیب و او د امریکا له ډیموکراټ ګوند څخه د نوموړي مقابلې ته راوتلی و. نوموړی واک ته له رسېدو سره سم د لبنان له بحران سره مخ شو او په دې وخت کې یې د ډېرو امریکایانو په باور د امریکا او خپل ځان موقف ښه ثابت کړ.
بوش په ۱۹۹۱ ز کال کې د ځینو غربي، افریقایي او عربي هېوادونو په ائتلاف کې داخل او د یاد ائتلاف مشري یې پر غاړه واخیسته او له عراق نه د کویټ د لاندې کولو پر وړاندې د عمل میدان ته راووت. هغه وکولی شوی چې کویټ وژغوري، خو د ځینو مسلمان کارپوهانو په باور د نوموړي دغه کار په اسلامي نړۍ کې د ډېرو ستونزو لامل شو. له عراق سره یې اړیکې خرابې شوې او له هغه وروسته په عربي نړۍ کې درزونه ډېر شول، خو له صدام حسین او معمرالقذافي پرته نور ټول عرب هېوادونه د امریکا تر ژور اغېز لاندې راغلل.
بوش د امریکا له پیاوړو سیاستمدارانو څخه و، خو د ځینو امریکایي کارپوهانو په باور د هغه بهرنی سیاست ښه و، خو په کورني هغه کې یې ډېرې ستونزې درلودې. د چارو شنونکی استاد مایکل بویینر وایي: «بوش د امریکا د ۴۱م ولسمشر په توګه خپله دنده ښه مخ ته یوړه، بریالی ولسمشر و، پیاوړی بهرنی سیاست یې درلود او له همدې کبله یې په نړۍ کې ډېر شهرت هم درلود؛ ځکه چې بهرنی سیاست یې ډېر ښه او پیاوړی و، خو د ضعف نقطه یې په کورني سیاست کې وه. هغه بریالی نه شو چې کورنی سیاست ښه جوړ کړي، ښه به نه وي ډېر یې جزیاتو ته لاړ شم، خو د سپین او تور ترمنځ تفاوت د نوموړي د ولسمشرۍ په دوره کې یو څه ډېر محسوسېده چې دا ښه کار نه و او ستونزې یې ډېرولې، خو په وروستیو کې یې بیا یو څه دا ستونزې راکمې کړې.»
بوش د شرقي بلاک پر وړاندې یو له مهمو او کلیدي کسانو څخه شمېرل کېده؛ ځکه کله چې نوموړی له رونالډ ریګان سره ولسمشریزو ټاکنو ته راووت، نو له هغه یې ماتې وخوړه، خو ریګان ورته وړاندیز وکړ چې د هغه د مرستیال په توګه ورسره دنده تر سره کړي؛ ځکه ریګان د بوش په څېر بل ستراتېژیست او غوره سیاستمدار البته د شرقي بلاک پر وړاندې نه شوای موندلی، نو ځکه یې ده ته دا وړاندیز وکړ.
کله چې نوموړی واک ته ورسېد، د پخواني شوروي اتحاد په پاشلو کې یې مهم رول ولوباوه او له المان څخه یې ښکاره ملاتړ اعلان کړ. نوموړي په ۱۹۹۰ ز کال کې د واحد ملت په توګه له المانه دفاع وکړه او دا د نوموړي هغه کار و چې المان یې اوس هم په ډېر احترام نوم اخلي.
هغه په خپل سیاسي بصیرت او ځیرکتیا سره د ګورباچوف باور لاسته راوړ او د ۴+۲ ترمنځ یې مذاکراتو ته لاره هواره کړه چې بالاخره د یو خپلواک هېواد په توګه یې د المان په ګټه مذاکرات پای ته ورسول.
بوش امریکا ته ډېر څه وکړل، په نوره نړۍ کې یې هم یووالي ته کار وکړ، خو اسلامي نړۍ کې یې په رښتیا هم د جنګ زړي وکرل او د ملتونو ترمنځ یې د جګړو او نفرت اور ته لمن ووهله.
نوموړي چې ډېره تکیه یې پر خپله نظامي پیاوړتیا وه، خپله لومړۍ جګړه یې د پانامې پر وړاندې پیل کړه. هغه په ۱۹۹۰ ز کال کې د پانامې د ولسمشر مانویل نوریګا د نیول کېدو امر ورکړ او له هغه وروسته یې د اسلامي نړۍ تر ټولو مغرور او پیاوړي ولسمشر صدام حسین ته سترګې برګې کړې. هغه یې په دې بهانه چې ګوندې غواړي کویټ اشغال کړي، تر خپلو لفظي بریدونو لاندې راوست او له هغه وروسته یې د عراق لومړۍ جګړه هم رهبري کړه.
بوش د عراق پر وړاندې ائتلاف جوړ کړ چې ځینې عرب هېوادونه یې هم ملګري شول او د ۱۹۹۰ ز کال په فبروري کې یې پر عراق د برید پلان پلی کړ. هغه نه غوښتل چې د ملګرو ملتونو له ۶۷۸ قطعنامې څخه سرغړونه وکړي؛ ځکه یې د عراق پر لور د خپلو سرتېرو ګړندی تګ یو څه ورو کړ.
هغه له دې جګړې وروسته وویل: «دا بریا یوازې د کویټ لپاره نه، بلکې د ائتلاف د ټولو شریکانو لپاره، د نړیوالې ټولنې، ټول انسانیت او د بین الدوله د حقونو بریا ده.»
د کورني ښه سیاست د نه لرلو ترڅنګ د نوموړي د ناکامۍ یو بل لامل دا هم په ګوته کېږي چې د ده په دوره کې د امریکا اقتصاد یو څه زیانمن ځکه شو چې پر جګړو یې ډېر مصارف وکړل.
نوموړی له واک وروسته په خپل کتابتون کې پر مطاله بوخت شو او ژوره مطالعه یې کوله. زوی جورج واکر بوش یې د سترګو پر وړاندې واک ته ورسېد چې د نوموړي په خبره دا یې د ژوند تر ټولو غوره شېبې وې؛ ځکه هغه د یو ښه پلار په توګه پر خپل ځان ویاړ کاوه او د خپلو اولادونو په روزنه کې یې د هېڅ کمي احساس ونه کړ.
سپین ږیری شو، خو د ځینو ښځو له خوا اخلاقي تورونه ور باندې لګېدل. دا په امریکا کې معمول دی چې ډېری ښځې د لوړپوړو چارواکو له خوا د خپلې جنسي ځورونې ادعاګانې کوي، خو د نوموړي پر وړاندې دا ډول قضیې تر اتو رسېدلې وې.
نوموړی په ۲۰۰۷ ز کال کې د تنفسي ستونزو له امله روغتون ته ولېږدول شو او د همدې کال د جنورۍ په ۱۸مه تر ټولو ځانګړې مراقبتي خونې ته انتقال شو، څو یې ډاکټران تر خپل نظر لاندې ولري.
بوش د امریکا تر ټولو اوږد عمر لرونکی ولسمشر و چې بالاخره د ۲۰۱۸ ز کال د نوامبر په ۳۰مه د ۹۴ کلونو په عمر په روغتون کې ومړ. د نوموړي له مرګ وروسته یې زوی او د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر خپل ټویټر ولیکل چې دوی یانې د پلار اولادونو یې یو مهربان او ښه لارښود او د امریکایانو یو غوره رهبر له لاسه ورکړ.
ټرمپ هم د نوموړي پر مرګ خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه: «امریکا یو ستر انسان له لاسه ورکړ، هغه به بیا هېڅکله واشنګټن ته را ونه ګرځي. نوموړی به زموږ ډېر ویادېږي، هغه د هېرېدلو وړ نه دی. نه یوازې زما او د هغه د کورنۍ لپاره، بلکې هغه د امریکا لپاره ډېرې لاسته راوړنې لرلې او ټول امریکایان به ډېر پسې خپه شي.»
د نړۍ په کچه د ډېرو هېوادونو رهبرانو او نامتو څېرو د نوموړي پر مرګ خواشیني څرګنده کړه او د هغه مرګ یې د امریکا لپاره ستره ضایع وبلله.