اوقیانوسیه چې تر اوسه د اسټرالیا د قارې په نامه پېژندل کېږي، د نړۍ تر ټولو کوچنۍ لویه وچه ده. جغرافیه پوهان اوقیانوسیه د جلا لویې وچې په توګه نه پېژني او هغه په ارام سمندر کې د اسیا د لویې وچې لمن بولي.
له ۴۰۰۰ کلونو را په دېخوا په دې لویه وچه کې بومي انسانانو ژوند پیل کړی. په ۱۷مه پېړۍ کې د جنوب له لوري د کب نیوونکو او د اروپایي سوداګرو له لیدنې وروسته په ۱۷۷۰ ز کال کې د برېټانیا حکومت د دې وچې نیمه ختیځه سیمه په خپل دولت کې ورګډه کړه او په رسمي توګه یې د ۱۸۸۸ ز کال د جنورۍ په ۲۶مه د نوي ویلز په نامه په دې سیمه کې مېشت شول.
د اسټرالیا لویه وچه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د برېټانیا په ملګریتوب له نننۍ ترکیې سره یو ځای شوه چې په همدې جګړه کې یې له ۶ زرو زیات عسکر ووژل شول او په دویمه نړیواله جګړه کې د اسټرالیا شمالي او ختیځې سیمې د جاپانیانو له خوا بمبارد شوې او امریکایي عسکر هم دلته ځای په ځای شول.
اسټرالیا د ۱۹۹۱ ز کال د جنورۍ په لومړۍ خپلواکي واخیسته، خو د جنورۍ ۲۶مه هر کال په دغه لویه وچه کې د خپلواکۍ د ورځې په نامه نمانځل کېږي.
اسټرالیا په ۱۹۴۵ ز کال د نومبر په لومړۍ د ډېرو نړیوالو ټولنو ترڅنګ د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
د اسټرالیا لویه وچه شمال ته د ارافورا سیند، کارپینټاریا خلیج اواندونیزیا، جنوب ته د هند له سمندر، ختیځ ته له ارام سمندر او لوېدیځ ته د هند له سمندر سره ګډه پوله لري.
دا لویه وچه د سمندر له سطحې څخه ډېره لوړه نه ده، ځکه خو لویو سیندونو او سمندرونو کلابنده کړې ده. د اسټرالیا هوا په عمومي توګه لنده سمندري ده.
د دې لویې وچې د جګو غرنیو سیمو هوا سړه ده او په ژمي کې له صفر څخه ښکته کېږي، خو د نورو هوارو سیمو هوا یې په منځنۍ توګه د سانتي ګرېد په کچه د ۱۳ او ۲۷ ترمنځ توپیر پيداکوي. د اسټرالیا لویې وچې تر ټولو لوړه څوکه کازیاسکو نومېږي چې ۲۲۳۰ متره لوړوالی لري.
په دغه هېواد کې بېلابېل قومونه مېشت دي، دیوې سروې له مخې د دغه هېواد ۲،۵ سلنه وګړي هالنډیان، ۱۰، ۴ سلنه یې سکاټلنډیان، ۷،۹ سلنه یې جرمنیان. ۴،۵ سلنه چینایان، ۲ سلنه یونانیان او پاتې نور یې له بېلابېلو قومونو څخه دي.
د اسټرالیا ۹۲ سلنه خلک سپین پوستي او ۸ سلنه نور یې اسیایي نژاده دي.
په دغه هېواد کې ۱۲۰ بېلابېل ملیتونه ژوند کوي. ۲۶ سلنه وګړي یې انګلیکن، ۲۶ سلنه یې رومن کاتولیکان، ۴ سلنه یې ارتودوکس او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو او مذهبونو پیروان دي.
سیډني، ملبورن، بریزبنژ، پرت، ادلید، نیوکاسل، کولدکوست، ولونګانک، جلانک، تاونزویل، لانستان، کرنز، بلارت، داروین او بندیکو یې مهم ښارونه دي.
ملبورن او سیډني د اسټرالیا هغه دوه ښارونه دي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زرګونه خلک د چکر او سیاحت لپاره ورځي. دغه لویه وچه د ۶،۷ میلیونه کلیومتره مربع مساحت په درلودو سره د نړی شپږم لوی هېواد بلل کېږي.
نفوس یی د ۲۰۱۶ ز کال د سروې له مخې ۲۴ میلیون تنه اټکل شوی چې په هر کلیومترمربع ځمکه کې یې ۶ تنه ژوند کوي. دغه راز د اسټرالیا ۹۵ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي. پلازمېنه یې د کانبرا ښار دی. ۸۸،۹ سلنه خلک یی په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۱۱،۱ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. رسمي ژبه یې انګلیسي ده، خو په اسټرالیایي لهجه پرې خبرې کوي.
د حکومت ډول یې فدرالي دی. پارلمان یې د انګلستان ملکه د خپل تشریفاتي مشر په توګه مني. د اسټرالیا د فدرالي دولت لومړنی اساسي قانون د ۱۹۰۰ ز کال د جولای په ۹ مه جوړ او د ۱۹۰۱ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نافذ شو.
پاچایي په اسټرالیا کې میراثي ده. د دغه هېواد ګورنر جنرال د پاچا لهخوا ټاکل کېږي. له ۱۹۸۶ ز کال څخه د مخه د اسټرالیا ګورنر جنرال او د شپږ ولایتونو مشران د انګلستان د ملکې استازي بلل کېدل، خو له ۱۹۸۶ ز کال را وروسته د انګلستان ملکې د اسټرالیا د قوانینو د جوړولو یا تعلیق د غټو مامورینو د ټاکنې یا عزل د اسټرالیا د محاکمو د پرېکړو د نفې او یا د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د مداخلې واکونه له لاسه ورکړل او یوازې تشریفاتي دریځ یې په ځای پاتې شو.
د اسټرالیا په فدرالي ولسي جرګه کې د هغه ګوند یا ائتلاف مشر چې ډېرې څوکۍ وګټي، د هېواد د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي. د دغه هېواد د کابینې وزیران د فدرالي ولسي جرګې د غړو له منځ څخه د لومړي وزیر په مشوره د ګونرجنرال لهخوا ټاکل کېږي. د دغه هېواد لومړی وزیر معمولاً درې کاله کار کوي.
د دغه هېواد فدرالي شورا له سنا او علیا شوراګانو څخه جوړه شوې ده. لومړۍ د مشرانو جرګه یې ۷۶ غړي لري چې له هر ولایت څخه ۱۲ کسان او له دوو جلا سیمو څخه یې ۴ کسان ټاکل کېږي. د دغه ۷۶ غړو له ډلې یې نیمایي کسان په هرو دریو کلونو کی د ۶ کاله استازیتوب لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کېږي چې هر ولایت یې ۵ استازي لري.
په اسټرالیا کې رایه ورکول عمومي دي او د رایې ورکولو سن پکې ۱۸ کاله ټاکل شوی دی.
دغه هېواد د اداري وېش له مخې په ۶ ولایتونو او ۲ سیمو وېشل شوی دی.
لېبرال ګوند، کارګر ګوند او زرغون ګوند د اسټرالیا له مخکښو او نفوس لرونکو ګوندونو څخه دي. د ۱۹۹۶ ز کال له نومبر څخه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې لېبرال ګوند پر اسټرالیا واکمن و او جان هوارډ د دغه ګوند رییس ۱۱ کاله لومړی وزیر پاتې شو. له دې وروسته د ټاکنو له مخې د کارګر ګوند خپل سیال لېبرال ګوند ته ماتې ورکړه او کوین راد چې د کارګر ګوند رییس و، د اسټرالیا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۱۰ ز کال په جون کې کوین راد له خپلې دندې ګوښه شو او پر ځای یې مېرمن جولیا کیلارډ چې دا هم د کارګر ګوند مشره وه، د اسټرالیا د لومړۍ وزیرې په توګه خپله دنده پیل کړه. له دې وروسته بیا ملکوم ترنبال د ګوند د داخلي ټاکنو له مخې ټوني ابوټ ته ماتې ورکړه او د اسټرالیا د ۲۹م لومړي وزیر په توګه یې د ۲۰۱۵ ز کال د سپټمبر په ۱۴مه خپل رسمي کار پیل کړ.
د طبیعي جوړښت له مخې اسټرالیا داسې هېواد دی چې د کرنې او څارویو د روزنې لپاره پراخه ځمکې او څړځایونه لري.
دغه هېواد بډایه طبیعي زېرمې لري. په ۱۸۵۱ ز کال کې په اسټرالیا کې د سرو زرو پیدایښت د انګرېزانو او نورو اروپایانو سترګې وبرېښولې او په سلګونو زرو کسانو دغه پراخ هېواد ته مهاجرت وکړ. اوسمهال اسټرالیا د څو لوېدیځو هېوادونو په شان د نړۍ خورا پرمختللی هېواد دی او ازاد بازار یا پانګوال اقتصادي نظام لري. د دغه هېواد د سړي سر کلني عاید کچه د نړۍ د ډېرو هېوادونو د خلکو په شان له ۴۰۸۰۰ ډالرو څخه لوړ ده.
اسټرالیا د طبیعي زېرمو له پلوه د نړۍ له خورا بډایو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. کرنیز محصولات، کاني توکي، فلزات او اومه نفت د دغه هېواد غټ صادراتي اقلام دي او د دغه هېواد د صادراتو ۵۷ سلنه برخه جوړوي.
د اسټرالیا په پراخه خاوره کې دومره طبیعي زېرمې پرتې دي چې د سلګونو کلونو لپاره یې اقتصاد چلولی شي. د ډبرو سکاره، اوسپنه، مس، سره زر، طبیعي ګاز، یورانیم او د انرژی منابع یې مهمې زېرمې دي چې ډېر پانګوال او نړیوال شرکتونه یې په اسټرالیا کې پانګونې او کار ته هڅولي. د ګورګان د ګازو د اوبلن کېدو پروژه یې ۴۰ میلیارده ډالره لګښت لري چې پلي کول به یې د اسټرالیا په کورني اقتصاد او بهرنیو اړیکو کې بې ساري بدلون راولي.
چین، جاپان، جنوبي کوریا، هند، د امریکا متحده ایالتونه، جرمني، سنګاپور، ټایلنډ او مالیزیا یې لوی سوداګریز شریکان دي.
په ۲۰۱۶ ز کال کې د یوه انګلیسي شرکت له خوا د نړۍ د ښه ژوند لپاره د سهولتونو د برابرولو له کبله د نړۍ د مختلفو هېوادونو لېست خپور شو چې اسټرالیا هم په دغو لسو غوره هېوادونو کې ځانګړی مقام درلود.