د ټاکنو «خپلواک» کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنې و ځنډولې او لاپه یې وکړه چې څلور ټاکنې به په یوه ورځ له مخکې ټاکل شوې نېټې درې میاشتې وروسته کوي.
کمېسیون د خپلې پرېکړې په توجیه کې ډېرې پلمې او بهانې ذکر کړې دي چې یوه یې په ژمي کې ساړه او یوه بله یې د کمېسیون د وړتیاوو کموالی دی.
د ژمي او یخنۍ خبره د کمېسیون له خوا هم پر ځان او هم پر ملت ملنډې وهل دي. کله چې څو ورځې د مخه کمېسیون د وري ۳۱ مه د ټاکنو لپاره وټاکله، هغه مهال دوی نه وو خبر چې په ژمي کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې هوا سړه وي. هغه کومې نوې څېړنې وې چې دا ستر واقعیت یې د یوې اونۍ په ترڅ کې را برسېره کړ؟
د کمېسیون د وړتیاوو خبره هم په زړه پورې ده، د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره سم د کمېسیون د اصلاحاتو خبره مطرح وه. د تلې په میاشت کې پارلماني ټاکنې وشوې چې ټولې پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوې. دا د کمېسیون د اوسنیو وړتیاوو عیني انځور دی. په دریو میاشتو کې به کومې داسې معجزې وشي چې همدغه کمېسیون خپله وړتیا دومره لوړه کړي چې همهاله به څلور بېلابېلې ټاکنې په بریالیتوب وکړي.
حکومت هم په ډېر جرئت داسې څرګندوي چې ګواکې د کمېسیون پر پرېکړو هېڅ ډول مستقیم او غیر مستقیم اغېز نه لري، خو د هرې پرېکړې په درشل کې د حکومت او کمېسیون ترمنځ پټې او نیمه ښکاره ناستې کېږي.
د کمېسیون خپلواکي هماغومره د باور وړ ده، لکه د ټاکنو د ځنډولو لپاره چې د کمېسیون توجیهات د باور وړ دي. نو په دې خبره کې چندان شک نه پاتې کېږي چې حکومت او کمېسیون په ګډه د یو بل څه په لټه کې دي. دا «بل څه»، څه کېدای شي؟
هغه ډلې او اشخاص چې په ټاکنو کې ونډه اخیستل غواړي، ځانونه له حکومت او برحاله ولسمشر سره په تناظر کې ګوري. په بل عبارت، د ولسمشر له ټیم پرته نور ټول کاندیدان په یو ډول ځان له ولسمشر سره په رقابت کې ویني. دوی داسې انګېري، یا لږ تر لږه داسې ادعا کوي چې ګواکې حکومت ټاکنې د دې لپاره ځنډوي چې په ټاکنو کې د لاپراخو درغلیو لپاره نوي تدابیر ونیسي، څو د اوسني ولسمشر بیا ټاکل کېدو ته لاره هواره شي.
د ټاکنو او په ټاکنو کې «انجنیري» هغه څه دي چې لا تر اوسه یې دقیقه فارموله نه ده موندل شوې. هر څوک له خپل وس سره سم هڅه کوي چې د واقعي رایو په نسبت د ځینو تخنیکي «چلونو» په مرسته د رایو د صندوقونو محتوا په خپله ګټه بدله کړي. د ۲۰۱۴ ز کال رای پاڼې د نړيوالو څارونکو په حضور کې بیا بیا وشمېرل شوې. هغه واقعیت چې ټول پرې خبر دي او هېڅوک یې منلو ته غاړه نه ږدي، دا دی چې دواړو ټیمونو په لوړه کچه درغلي کړې وه چې په وروستیو پایلو کې د دواړو لورو درغلۍ سره خنثی شوې او د حکومتي واک وېشلو ته مصنوعي لارې جوړې شوې. په وروستیو پارلماني ټاکنو کې، د یو ډېر ساده لوحانه تحلیل پر بنسټ داسې و انګېرل شوه چې د نوو تخنیکي وسایلو کارول به په تخنیکي ډول د درغلۍ مخه ونیسي، خو واقعیت بل رنګ شو. د نوو تخنیکونو کارولو، په ټاکنو کې د درغلیو سپینول لا ستونزمن کړل. په ډاډ سره ویلای شو چې په راتلونکو ټاکنو کې به هم د تېر په څېر د درغلیو هڅه کېږي او د ټاکنو پایلې به په یو ډول نه یو ډول بې اعتباره کېږي.
تېرو تجربو ته په کتو، د ټاکنو د انجینرۍ پروسه سل په سلو کې له ناکامۍ سره مخ کېږي او دا لوبه «د صفر جمعې لوبه» بلل کېدای شي چې هېڅ ګټونکی نه لري، خو واقعیتونه ممکن بل لوری ونیسي.
د ټاکنو ځنډول، په هر موخه چې وي د حکومت په تاوان لوبه ده. په افغانستان کې د واک پر وړاندې ټولنیز- سیاسي برخورد تل د ولسي ملاتړ برخورد دی. د تاریخ په اوږدو کې افغانانو تل د برحاله حاکم ملاتړ کړی دی، که دا ملاتړ په فعال ډول د مشر تر شا د درېدلو له لارې وي او که په انفعالي ډول د مشر له مخالفینو سره د نه یوځای کېدو له لارې. په افغاني ټولنه کې د واک د لېږد لپاره یوازې دوې ممکنې طریقې وجود لري؛ یا به برحاله واکمن په زور او قهر له واکه لوېږي او یا به په طبیعي ډول (په اکثرو مواردو کې د واکمن مړینه او په یو مورد کې قانوني ممانعت) واکمن بل واکمن ته ځای پرېږدي. تر اوسه داسې نه دي شوي چې کوم واکمن دې په خپله خوښه واک پرې اېښی وي.
د ۲۰۰۹ ز کال په ټاکنو کې حامد کرزي دا قانوني امکان درلود چې په واک کې پاتې شي او د امریکا له ښکاره مداخلې سره سره، په واک کې پاتې شو. په ۲۰۱۴ ز کال کې حامد کرزي په واک کې د پاتې کېدو قانوني حق نه درلود، نو ځکه له ستونزو سره سره د واک لېږد ممکن شو او اشرف غني په سوله ییز ډول واک ته ورسېد. د حامد کرزي له خوا وړاندې شويو کاندیدانو هم د ولس قناعت حاصل نه کړ.
که د ټاکنو پروسه په خپل طبیعي سیر کې پاتې شوې وای، نو د افغانستان سیاسي تاریخ ته په کتو، د ولسمشر غني په قدرت کې پاتې کېدل حتمي وو. د تاریخي ټولنیز- سیاسي برخورد له مخې رقیبو شخصیتونو لا خپل ولسي مشروعیت نه و تثبیت کړی او په واک کې ولسمشر د عام ملاتړ د ساتلو لپاره پر ټوله دولتي دستګاه تکیه کولای شوای. له بل لوري، د ولسمشر رقیبانو ډېر وخت له لاسه ورکړی دی. که چا واقعاً غوښتل چې په ټاکنو کې د ګټونکي دریځ خپل کړي، نو ورته پکار وه چې کم له کمه یو کال یا تر هغه زیات یې له ولسونو سره تماس نیولی وای او خپلې طرحې یې ورسره شریکې کړې وای. دا کار هېڅ یوه احتمالي کاندید ونه کړ.
د ټاکنو د مهالوېش لومړي ځل اعلان احتمالي کاندیدان دې ته اړ کړل چې میدان ته راووځي. که ټاکنې په خپل طبیعي بهیر کې پاتې شوې وای، نو رقیبانو یوازې څو اونۍ وخت درلود چې له ولس سره خپل سیاسي نظریات شریک کړي. اوس چې احتمالي کاندیدانو خپل نیتونه څرګند کړي دي، هر څومره چې ټاکنې ځنډېږي، هماغومره په واک کې د ولسمشر غني بقا تر ګواښ لاندې راځي.
د ولسمشر رقیبو کاندیدانو ته پکار دي چې له دې فرصت څخه استفاده وکړي او خپلې تېرې شوې تورې بېرته په تېکي کې ننه نه باسي. که څه هم ستونزمنه ده چې یو اوږد سیاسي دود په څو میاشتو کې بدل شي، مګر د حکومت دغه بې پامه اقدام یوه لار پرانیسته چې تاریخي بدلونونه هم شوني کوي.