جمعه, اکتوبر 30, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    Signature: Yx25w2lKyE4IFMlopq0nilWU6HeLwb6OKgmNKbifv4Tmd/N6KFKov4UBf2aDmelsYKzhh7U5mxdG6kkI5KMixoXuDLFdVQVOFZcz80e47dUYi/QvPZudq3Y4mv8qBsR1JKXtXnq6PO081ILWSgleJzSbizS5jkNXf/8T7RVZgYpCF0OW0iP5TXAe1Z0oa0KQVbjO8bjF4cRn8fwr2/75ytaevdKRMVHei9UxYDKFbrRjVeeROPqNu3KEthhURKt8xeqDFXRp8uH9h8aZ91A84HiEOdg1Oi73SwX1hCZNZSeg+clH1EFPdSVcELf7YrVauYGtb9vaMkwuyc+36uvAuBKG7uoCfyNE6hDiPagxGxg4f4OFVtg7sLTi3RJof4SwKcVZMHvTB3TkK/9cum/0+5eTujnVuS8lT7IMqz0KI7+f7RR2TyHsuJvltsrii5w75whwYcs6s2XFyZgAnnH/xvuwoQOJsUTB02tmPEfpwF12PYp0NSB6W1YyPZ1gGRkzXIJBsF+DcZMN+vatos1b5Psw7dBAZUyvs3QR6dp8AOUf38nFr6c56rrur/XqqVG8wp4j8Ht+CHZVCxStBe2TgEctDc4mU2pwh2H8ODzqLf2OPXIx9cjOmVbH2n0XHHUrUFraAZTjhLepgdYoNYnrtwg8+VutXIYPSv5GXQu/lOqqrObxk+A3SZBMQJ9wtjHy/yHS/yptfpRuhk8SFj6fBuOKCTjw7fvFguJiLP9hUrJx8/0TtB78Y5ZYKyKvrXMXmsAfylaZacTmNAEzdg2RwWnqJ2eiIEPE+Quoau8QgTswXodEYVcQOstdhvMoMbKqzDoKRDuGZhuAM4hq0aI4ZuV8qR6JJeiJDWaVTsP5hZHcnhlKgPrAhyzZ8str6wBki3WszDpIJuCm7qtwaEuiT/KLrlYrdvbfsS8kmxRIthZy/SnSyqXdMU6mVSEsj/cfjikeKUkg+mhZgm8JrIPdmSRwjxjSkJcGJC8jbUItn5M=

    سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    د کډوالو چارو وزیر په کابل کې د یوناما له مشرې سره کتلي

    برادر: افغانستان باید له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل شي

    د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي؛ اندونیزیا کې له افغان سفیر سره کتلي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    Signature: Yx25w2lKyE4IFMlopq0nilWU6HeLwb6OKgmNKbifv4Tmd/N6KFKov4UBf2aDmelsYKzhh7U5mxdG6kkI5KMixoXuDLFdVQVOFZcz80e47dUYi/QvPZudq3Y4mv8qBsR1JKXtXnq6PO081ILWSgleJzSbizS5jkNXf/8T7RVZgYpCF0OW0iP5TXAe1Z0oa0KQVbjO8bjF4cRn8fwr2/75ytaevdKRMVHei9UxYDKFbrRjVeeROPqNu3KEthhURKt8xeqDFXRp8uH9h8aZ91A84HiEOdg1Oi73SwX1hCZNZSeg+clH1EFPdSVcELf7YrVauYGtb9vaMkwuyc+36uvAuBKG7uoCfyNE6hDiPagxGxg4f4OFVtg7sLTi3RJof4SwKcVZMHvTB3TkK/9cum/0+5eTujnVuS8lT7IMqz0KI7+f7RR2TyHsuJvltsrii5w75whwYcs6s2XFyZgAnnH/xvuwoQOJsUTB02tmPEfpwF12PYp0NSB6W1YyPZ1gGRkzXIJBsF+DcZMN+vatos1b5Psw7dBAZUyvs3QR6dp8AOUf38nFr6c56rrur/XqqVG8wp4j8Ht+CHZVCxStBe2TgEctDc4mU2pwh2H8ODzqLf2OPXIx9cjOmVbH2n0XHHUrUFraAZTjhLepgdYoNYnrtwg8+VutXIYPSv5GXQu/lOqqrObxk+A3SZBMQJ9wtjHy/yHS/yptfpRuhk8SFj6fBuOKCTjw7fvFguJiLP9hUrJx8/0TtB78Y5ZYKyKvrXMXmsAfylaZacTmNAEzdg2RwWnqJ2eiIEPE+Quoau8QgTswXodEYVcQOstdhvMoMbKqzDoKRDuGZhuAM4hq0aI4ZuV8qR6JJeiJDWaVTsP5hZHcnhlKgPrAhyzZ8str6wBki3WszDpIJuCm7qtwaEuiT/KLrlYrdvbfsS8kmxRIthZy/SnSyqXdMU6mVSEsj/cfjikeKUkg+mhZgm8JrIPdmSRwjxjSkJcGJC8jbUItn5M=

    سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    د کډوالو چارو وزیر په کابل کې د یوناما له مشرې سره کتلي

    برادر: افغانستان باید له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل شي

    د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي؛ اندونیزیا کې له افغان سفیر سره کتلي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

له طالبانو سره تفاهم د سپټمبر یوولسمې د پېښو مخنیوی کوي

فبروري 12, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

لیکنه: برهان عثمان

سرچینه: نیویارک ټایمز

ژباړه: ذاکر جلالي

متحده ایالتونو او طالبانو له هغې وروسته د تېرې جنورۍ په وروستیو کې د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګونه وکړل، چې دواړه لوري داسې یوه ابتدايي تفاهم ته ورسېدل چې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه وځي او په بدل کې به یې طالبان ژمنه کوي چې د دې مخنیوی به کوي، څو افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره په امن‌ځای بدل نه شي. د متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ بايد ډېره پخوا داسې هوکړه شوې وای،‌ البته يوه هر اړخيزه هوکړه چې په ترڅ کې يې د طالبانو له داخلي مخالفينو سره هم د شخړې لاره هواره شي. دا ډول يو توافق د جګړې د ختمولو يوازینۍ لاره ده.

دا وېره چې په افغانستان کې مېشت ترهګر ښايي پر متحده ایالتونو بریدونه وکړي، په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو او له واکه د طالبانو د لرې کولو عمده دلیل دی؛ خو دا مسئله له واقعیته لرې ده او هسې یو توهم دی.

له افغانستانه د نړیوالې ترهګرۍ ګواښ تر ډېره يوه تشه مبالغه ده. له کلونو راهیسې د امریکايي او افغان چارواکو دې ادعا چې ګواکې شل ترهګرې ډلې په افغانستان کې پر جګړه بوختې دي، ګېچ کړی یم. افغان ولسمشر اشرف غني د ترهګرۍ پر ضد نړیواله جګړه کې دغه هېواد د لومړۍ کرښې په توګه انځوروي. دغه څرګندونې افغان ربړه په وېروونکي ډول پېچلې ښيي.

حقیقت دا دی چې افغان جګړه دوه ښکاره او واضح لوري لري، هغه څه چې په نورو اوسمهالو تيتو او پاشلو جګړو کې ډېر لږ لیدل کېږي. افغان جګړه د سوريې، عراق، ليبیا او یمن له ګڼ‌لوریزو هغو ډېره ساده ده. د افغانستان په نږدې هره جګړه کې طالبان او حکومتي ځواکونه شامل دي، چې له دې سره مقاومت یوازې په طالبانو کې راخلاصه کېږي.

بهرنۍ جهادي ډلې چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې رامنځته شوې دي، تر ډېرو بدلونونو تېرې شوې او اکثره يې پيکه شوې يا له منځه تللې دي. القاعده چې یو مهال د افغانستان په سویل او ختیځ کې یوه ځواکمنه ډله وه، ورو ورو کوچنۍ شوه او پر یوه وړه ډله واوښته. دا حالت له یوه لوري د امریکا د سرسختې جګړې له امله او له بل لوري ځکه رامنځته شو، چې د القاعدې پام د افغانستان پر ځای منځني ختیځ ته واوښت.

د نورو وسله‌ والو ډلو د له منځه تګ لامل بیا د طالبانو له لوري د يوې داسې محاسبه شوې هڅې نتيجه وه چې غوښتل يې مقاومت په خپل انحصار کې وساتي. پر مقاومت باندې دا انحصاريت په تېره جون میاشت (کوچني اختر) کې په ښه توګه وليدل شو، کله چې طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړ. د داعش له خراسان څانګې پرته هېڅ بلې وسله‌والې ډلې هغه اوربند مات نه کړ. په ۲۰۱۵ ز کال کې د داعش د خراسان څانګې د زېږون يو لامل دا و چې طالبانو د بهرنیو جهادي ډلو او خپلو ځینو توندلارو قوماندانانو تصفیه پيل کړه (توندلاري په دغه ډله کې يوځای شول).

کله چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان په ختیځ کې په لومړي ځل راپورته شوه، طالبانو تر بل هر چا وړاندې د دې ډلې پر ضد اقدام وکړ. طالبان د متحده ایالتونو د نظامیانو او افغان حکومت ځواکونو سربېره، یو له دغو دریو ځواکونو څخه وو چې د داعش خراسان څانګه یې د ختیځ افغانستان په ځینو محدودو لرې پرتو ولسوالیو کې راټوله وساتله؛ که څه هم دې ډلې خپل ځواک څرګند کړ.

د داعش خراسان څانګه چې ځپل شوې او په نښه شوې ده، له طالبانو وروسته دویم ستر نادولتي ګروپ دی. پاتې “شل ترهګرې ډلې” لږ ځواک، لاسرسی او عملیاتي ظرفیت لري. له دې ډلې تر نیمايي زیات محلي پاکستانۍ ډلې دي او همالته مېشتې دي، ځینې يې لا پخوا له منځه تللې دي او نورې يې بیا وخت ناوخته خپلې ایډیالوژۍ او هویت بدلوي. د دغو ډلو ډېری یې په پاکستان کې شیعه او عیسوي لږه‌کي په نښه کوي او کله هم ښايي هندیان په نښه کړي.

پاتې نورې ډلې د منځنۍ اسیا کمزوري او وېشل شوي تنظیمونه دي، چې د لوېدیځ په پرتله دوی تر ډېره خپلو مستبدو رژيمونو جګړې ته اړ ویستي. د دوی ځینې ډلې یوازې له شلو تر دېرشو تنو غړي لري. د القاعدې او داعش له پاتې شونو پرته داسې هېڅ ښکاره شواهد نشته چې کومې وسله‌والې ډلې دې په افغانستان کې متحده ایالتونه ګواښلي وي. له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې د دغو ډلو په واسطه د متحده ایالتونو او اروپا پر ضد هېڅ داسې یوه حمله نه ده شوې چې افغانستان پورې تړاو ولري.

د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو منتقدین پوښتنه کوي چې ایا د طالبانو دا ډاډ چې د متحده ایالتونو پر ضد له افغانستانه هېڅ ترهګریز اقدام ته به اجازه ورنه کړي، د باور وړ دی؟

له طالبانو هم، لکه بله هره ډله او یا دولت، توقع کېږي چې له خپلو ګټو سره سم عمل به وکړي. د دې پر ځای چې دا وارزوو چې ایا طالبان د باور وړ دي یا نه دي، تر دې مهمې پوښتنې دا دي: ایا طالبان له افغانستانه د ترهګرو ډلو د ایستلو لپاره خپل دلایل لري؟ ایا دوی دا ظرفیت لري چې دا کار وکړي؟

ما له نړیوالو جهادي ډلو سره د طالبانو د اړیکو تکامل په ساحه کې څارلی. په افغانستان کې د داعش د څانګې پر ضد د طالبانو د زړه له کومې جګړه، د دوی اراده او ظرفیت ښيي چې هغه ډلې نه پرېږدي چې ځان ته یې حریفان بولي.

طالبان یوه ملي او سنتي ډله ده چې هېڅ نړیواله داعیه نه لري؛ د طالبانو دغه ایډیالوژي په تېرو څلورو کلونو کې چې د داعش د خراسان څانګه رامنځته شوې ده، لا ډېره تقویه شوې ده. د طالبانو مشرتابه په نږدې کلونو کې هغه قوماندانان تصفیه کړل، چې ایډیالوژي يې د طالبانو له عمومي نظریې سره همغږي نه درلوده؛ ځکه چې طالبانو پخوا له القاعدې سره تکتیکي توافق درلود. اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ایا طالبان به په راتلونکي کې بیا هم د القاعدې کوربه‌توب وکړي او یا به د امریکایانو له وتلو وروسته د القاعدې د بیا پورته کېدو په مخنیوي کې پاتې راشي؟

د کلونو په ترڅ کې له طالبانو سره له پراخو مرکو او خبرو وروسته، زه دې نتیجې ته رسېدلی یم چې د طالبانو د لیکو هم پرګماټیک غړي او هم د اسامه بن لادن پخواني پلویان د القاعدې او د هغې له ایډیالوژۍ څخه ستړي شوي دي. نړیوالو جهادي ډلو ته د ځای ځایګي ورکولو له امله طالبانو خپل حکومت له لاسه ورکړ او د خونړۍ جګړې لامل شو. د طالبانو ډېری غړي اوس القاعده د خپلې داعیې لپاره یو ګواښ بولي.

اوس له هرې نړیوالې جهادي ډلې سره د طالبانو په داخلي بحثونو کې ډېره لږه خواخوږي ليدل کېږي چې دا یوه لسیزه وړاندې د نړیوال جهادیزم لور ته د طالبانو له دوه‌زړي چلن سره ښکاره پرېکون دی (د لیکوال موخه نړیوالو جهادي ډلو ته ځای ورکول او یا هم ورسره اورګانیکي اړیکي ساتل دي) ژباړن.

د طالبانو له خوا د القاعدې او نورو نړیوالو جهادي ډلو ردول او د تصدیق وړ تعهد کول چې د دغو ډلو د بیاراپورته کېدو مخنیوی به کېږي، دا به د سیاسي جوړجاړي په پایله کې ترلاسه کېږي. له طالبانو سره داسې سیاسي هوکړه چې دوی د افغان سیاست اصلي مسیر ته راوګرځوي، دا فرصت زیږوي چې خپلې وړتیاوې د ترهګرو ډلو په مخنیوي کې ولګوي.

داسې طالبان چې د ترهګرۍ پر ضد تعهد وکړي او د “یوه نوي” افغان حکومت برخه شي، دا به پر لوېدیځ د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې تر هغې ډېر موثر وي، چې لوېدیځ په افغانستان کې ځواکونه ولري او ناپایه جګړه کې اخته وي.

Share205Tweet15Share6

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کاناډا دوه لسيزې وروسته د ملي امنیت لومړۍ ستراتیژي خپره کړه

اکتوبر 30, 2026

ایران تراوسه د امریکا د مرستیال ولسمشر پیغام ته ځواب نه دی ورکړی

اکتوبر 30, 2026

حوثيانو د سعودي عربستان د تېلو او ملکي هوايي تاسیساتو او پوځي ځایونو بریدونه کړي

اکتوبر 30, 2026
This photo provided on Oct. 30, 2026, by the North Korean government shows an exhibition of a variety of attack and other drones at the Wonsan-Kalma coastal tourist area, North Korea, Thursday, Oct. 29, 2026. Independent journalists were not given access to cover the event depicted in this image distributed by the North Korean government. The content of this image is as provided and cannot be independently verified. Korean language watermark on image as provided by source reads: "KCNA" which is the abbreviation for Korean Central News Agency. (Korean Central News Agency/Korea News Service via AP)

کیم جونګ اون د ډیموکراتیکې کوریا د “بې پیلوټه الوتکو د ټېکنالوژۍ پرمختګ – ۲۰۲۶” نندارتون کې ګډون وکړ

اکتوبر 30, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In