واشنګټن ایکزماینر نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې مثبت لور ته روانې دي او پایلې ته رسېدل نږدې شوي دي. نشریه لیکي ددې تولو تر څنګ داسې ښکاري چې امریکا د اتلس کلنې جګړې او قربانیانو موخو او ارمانونو ته شا کړې ده. په مطلب کې راځي، امریکا ته نه ده په کار چې د کلونو جګړې موخې او ارمانونه هېر کړي او له طالبانو سره داسې هوکړو ته ورسېږي چې تېره اتلس کلنه جګړه او میلیاردونه ډالر لګښتونه په هېڅ شمار کړي. واشنګټن ایکزماینر لیکلي په افغان جګړه کې برخه اخیستونکو سرتېرو، د جګړې افغان قربانیانو او مرستندویه هېوادونو دا هیله لرلې چې په افغانستان کې یو قوي او د ټولو په خوښه حکومت جوړ شي او دغه هېواد ورځ تر بلې د پرمختګ پر لور ګامونه واخلي. نشریې ته پخوانیو بریتانوي پوځیانو چې په هلمند کې یې ماموریت ترسره کړی دی، ویلي د سیاستوالو لوبو د سلګونه انسانانو ژوند واخیست خو اوس یو ډول دوه مخی چلند کوي او ټول په یوه مېز سره را ټول شوي دي. دغه پوځیان سوله د ټولو په خیر بولي خو په خبره یې سوله په دې مانا نه چې موخې او ارمانونه هېر کړل شي.




































