د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ مخامخ خبرې د تېرې میلادي میاشتې په پنځه ویشتمه پيل شوې چې بیا د مشورو په موخه و ځنډول شوې. دغه خبرې نن بېرته پيلېږي او ددواړو لورو ترمنځ به مطرح شوي مسایل تر بحث لاندې نیول کېږي. طالبانو ویلي، چې له امریکا سره یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال خبرې کېږي. خو ځینې نورې سرچینې بیا وایي چې له افغانانو سره پر مخامخ خبرو او همدا راز اوربند هم بحثونه کېږي. امریکايي او یا طالب لوري د وروستیو خبرو په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي. زلمي خلیلزاد تېره پنجشنبه په یوه ټوېټ کې لیکلي وو، په کابل کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پيل لپاره د یوه ملي ټیم د جوړېدو کارونه په بشپړېدو دي. دده په وینا دغه ټیم به له طالبانو سره مخامخ خبرې پيلوي.




































