په قطر کې طالبانو ته نژدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، د افغان سولې د خبرو لپاره د امریکايي استازو او طالب ډلې ترمنځ د هوکړې لومړۍ مسوده چمتو شوې چې ښایي په دې خبرو کې ومنل شي. سرچینې ویلي، چې دمګړی ددې مسودې پر ژباړه کار روان دی. له ناروې یو پلاوی او د ملګرو ملتونو ځینې استازي په تخنیکي برخه کې له دوی سره مرسته کوي، خو تر دې دمه د مذاکراتو کوم لوري دغه خبر په رسمي توګه تایید کړی نه دی. تر دوه ورځنۍ دمې وروسته ټاکل شوې نن ناوخته امریکایان له طالب استازو سره د افغانستان پر مسایلو بیا خبرې پيل کړي. د خبرو په اړه تر دې دمه جزیات نه دي خپاره شوي، خو دواړه لوري د خبرو له دې پړاو راضي ښکاري. زلمي خلیلزاد او همدا راز پخواني طالب چارواکي مولوي خیر الله خیرخواه روان مذاکرت ګټور بللي وو.




































