په هلمند او کندهار کې د وروستیو ورښتونو له امله پنځلس کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې په کندهار او هلمند کې له تېرې شپې راهیسې درانه ورښتونه روان دي چې له امله یې سیلابونه راوتلي دي. د سیلابونو او درنو ورښتونو له امله په یادو دوو ولایتونو کې پنځلس کسه وژل شوي دي. د کندهار د عامې روغتیا رییس عبدالقیوم پخلا ویلي، چې د سیلابونو له امله لس کسه وژل شوي او جسدونه یې عامې روغتیا ریاست ته لېږدول شوي دي. د کندهار ځايي چارواکي وايي په سپین بولدک، ارغنداب او مرکز کې سیلابونه راوتلي خو امنیتي ادارې هڅه کوي چې په سیلابونو کې بند کسان وژغوري. د هلمند ولایت ځايي چارواکي هم وایي، چې په دغه ولایت کې سیلابونه راوتلي او د دوو ماشومانو په ګډون یې پنځه کسه وژلي دي. ورښتونو په غزني او زابل کې د کابل کندهار لویه لار هم بنده کړې ده. په شاجوی کې مسافرو خبریالانو ته ویلي چې نږدې ۲۰۰ کسان په لار کې بند پاتې دي خو تر دې دمه یې مرستې ته څوک نه دي ورغلي.




































