پولیس چارواکي دې یا خپل مسوولیتونه پر ځای کړي یا دې له دندې استعفا ورکړي. د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي نن د افغان ځواکونو د ملي ورځې د نمانځنې په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، د پولیسو دنده ده چې د خلکو امنیت تامین کړي او نظم کنټرول کړي. دده په خبره ډېری پولیس چارواکي پخپله دې دنده کې بریالي نه دي، نو له همدې امله ددې اړتیا ده چې ګوښه شي. اندرابي پولیسو ته په خطاب وویل، پولیس چارواکي دې یا په سمه توګه خپل مسوولیتونه پر ځای کړي او یا دې په پوره ادب له خپلې دندې استعفا ورکړي. اندرابي همدا راز زیاته کړې، چې د کابل په ګډون په ګڼو ښارونو کې جنایي پېښې اوج ته رسېدلې دي او باید کنټرول کړل شي. هغه وویل، چې یو شمېر کړۍ د جرمونو په زیاتېدو کې لاس لري خو دوی به یې پر وړاندې اقدام وکړي.




































