د ایران د سمنان انتظامي مسوول عباس عرب رسنیو ته ویلي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۲۷۳ افغان کډوال تر پېژندولو وروسته نیول شوي دي. نوموړی وایي، چې د بې اسنادو کډوالو د پېژندلو، نیولو او اېستلو لړۍ لا هم دوام لري. ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ډېر چټک کړی دی. د ایراني چارواکو په خبره، تر دې دمه له یوه میلیون ډېر افغانان له دغه هېواده اېستل شوي دي. د ملګرو ملتونو دوو ادارو په تازه راپور کې ویلي، چې تر دې دمه له ایران او پاکستانه شاوخوا ۲.۳ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.



































