د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین عتیق الله عزیزي، بامیانو ته د سفر پرمهال؛ د دغه ولایت له والي عبدالله سرحدي سره کتلي دي. په دې کتنه کې د بامیانو د تاریخي ابداتو د استحکام، د لرغونو سیمو او د زاړه ښار د ساتنې په اړه خبرې شوې دي. د بامیانو والي د دغه ولایت د لرغونو ارزښتونو ساتنه د ملي او نړیوال میراث یوه مهمه برخه بللې او ټینګار یې کړی چې د اړوندو بنسټونو په همغږۍ د دغو سیمو د خوندیتوب لپاره باید عملي ګامونه پورته شي.



































