د نفتو او ګازو دولتي شرکت مسوولین وايي، چې د تېلو د تخلیې، زېرمې او وېش د اسانه کولو په موخه د هرات ولایت د روزنک د رېل پټلۍ په تم ځای کې د تېلو د لویو زېرمو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د نفتو او ګازو دولتي شرکت رییس سید حفیظ الله عاصم ویلي، چې د زېرمو د جوړولو د پروژې لومړی فاز به د ۱۰۰۰ ټنه ډیزلو او پټرولو د ساتلو وړتیا ولري او په راتلونکو پړاوونو کې به دا ظرفیت نور هم لوړ شي. نوموړي زیاته کړه، چې د دغې پروژې عملي کېدل به د تېلو د لېږد، ذخیرې او وېش بهیر منظم او چټک کړي او د هرات د فابریکو، وسایطو او ښار اوسېدونکي به د تېلو له احتمالي کمښت څخه وژغوري.



































