ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو سبا (پنجشنبه) د ترکیې په کوربهتوب پیل شي. د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د افغان پلاوي مشري به د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق کوي. سرچینې وايي، تمه ده چې پاکستان به هم د خپل استخباراتي ادارې (ایاېساې) د رییس عاصم ملک په مشرۍ پلاوی د خبرو اترو لپاره ترکیې ته واستوي.



































