د هلمند کروندګر وایي، سږکال په دغه ولایت کې د ممپلیو حاصل د تېر کال په پرتله ښه شوي دي، ځکه د ناروغیو پېښې کمې وې او موسم د کرکېلې لپاره مناسب و. د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، ممپلي د نادعلي، نهرسراج او ګرشک ولسوالیو په زرګونو جریبه ځمکو کې کرل شوي او د کروندګرو د عاید مهمه سرچینه ده. د کرنې ریاست مسوولین وايي، که څه هم د کرکېلې ساحه راکمه شوې، خو سږکال حاصلات شاوخوا ۲.۲۵ سلنه زیات شوي او له ۴۲۷۴ هکټاره ځمکو څخه ۱۵ زره او ۵۱۴ متریک ټنه ممپلي ترلاسه شوي دي. چارواکي زیاتوي، د حاصلاتو د ښهوالي لامل د اصلاح شویو تخمونو کارونه، فني مشورې او د ناروغیو پر وړاندې د مخنیوي اقدامات دي. کروندګر بیا هیله لري چې که د اوبو ستونزه يې حل شي، د ممپلیو دا ګټور فصل به لا ډېر ښه حاصل ورکړي او د دوی اقتصادي حالت به هم ورسره ښه شي.




































