د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اړوندو ادارو او وزارتونو د مسوولینو په ګډون د یوې ناستې پر مهال، د اریانا افغان هوایي شرکت ته لارښوونه شوې چې له دې وروسته به صادراتي توکي د هر کیلو په بدل کې په یو ډالر او وارداتي توکي په ۸۰ سینټه انتقالوي. په ناسته کې د مالیې او د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو ته هم سپارښتنه شوې، چې په خپلو فیسونو کې اریانا افغان هوایي شرکت ته ۹۰ سلنه تخفیف ورکړي. اریانا افغان هوایي شرکت ته دغه راز لارښوونه شوې، څومره ژر چې ممکنه وي، یوه کارګو الوتکه دې وپېري.



































