په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي او د هند سفیر محمد فتحعلي خان په چابهار بندر کې له افغان سوداګرو سره ناسته کړې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې ناسته کې د ایران، افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت برابر شوی دی. ایران او هند دواړه چابهار بندر د شمال – سوېل ترمنځ د نړیوال ټرانزیټي دهیلز یو مهم مرکز بولي. بل خوا افغان چارواکي هیله لري، چې چابهار بندر د افغانستان، هند او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پر مهم مرکز بدل شي.



































