د بلخ ولایت مقام ویاند حاجي زید ویلي، چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ګډ هوکړهلیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د افغانستان کرنیز محصولات د ازبکستان هوايي دهلېز له لارې منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، اروپایي هېوادونو او د ازبکستان بازارونو ته ولېږدول شي. زید زیاته کړې؛ د افغان او ازبیک سوداګر له هېواده بهر د غوښو صادراتو په برخه کې هم یوې هوکړې ته رسیدلي او دغه لړۍ عملاً پیل شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د ا.ا لوړپوړو چارواکو پر پاکستان د تکیې را کمولو په موخه د بدیلو لارو په کارولو ټینګار وکړ.



































