د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، که څه هم د افغانستان د اوسني بودجې کره شمېرې نه شي شریکولی، خو دغه بودجه د حکومتولۍ د چارو د دوام او په هېواد کې د پراختیايي پروژو د عملي کولو لپاره کافي ده. مجاهد د ځینو وزارتونو د لاسته راوړنو په اړه د خبرو پر مهال وویل، له اوسنۍ بودجې د یو میلیون او ۴۰ زره حکومتي کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي او تر اوسه په دې برخه کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي. نوموړي زیاته کړه، حکومت هڅه کوي د موجودو امکاناتو له لارې د دولتي چارو بهیر منظم وساتي او د هېواد د پرمختیايي پروګرامونو پلي کېدو ته دوام ورکړي.





























