د ايټالیا د (انسا) خبري اژانس د اګست په لومړۍ نېټه راپور ورکړ چې له بېلابېلو خواوو سره د غوښتنو وروسته، د اروپايي ټولنې د شورا د نوبتي کوربه هېواد ایرلنډ صدراعظم میشل مارتین اعلان وکړ چې اروپايي ټولنه به د دې میاشتې په ۴مه نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه وکړي، څو د هسپانیا د سیوتا سیمې چې په شمالي افریقا کې موقعیت لري، د کډوالۍ د وروستي بحران پر سر خبرې وکړي.
د خبرو له مخې، د اروپايي ټولنې د ۲۲ غړو هېوادونو مشرانو یو ګډ لیک لاسلیک کړی او د اروپايي ټولنې مشرانو ادارو ته یې سپارلی دی. په یاد لیک کې د سیوتا د وضعیت په اړه د دوی جدي اندېښنه ښودل شوې ده.
دوی ټینګار کړی چې باید د بې نظمۍ او ناقانونه پولې تېرېدنې مخه ونیول شي. اروپايي ټولنه باید یو متحد او اغېزمن غبرګون رامنځته کړي.





























