چيو شه مجلې د اګست په لومړۍ نېټه د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې د رئیس شي جین پینګ يوه مهمه لیکنه« د روغ چين د ابادۍ چټکتيا» خپره کړې.
ياده ليکنه وايي، چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې يوه ستراتيژيکه پرېکړه کړې، چې له مخې به یې تر ۲۰۳۵م کال پورې روغتيامند چین جوړ شي. د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان د تطبيق موده د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره یوه کلیدي مرحله ده او چين بايد په دغه موده کې روغتيايي او طبي کاروبار ته وده ورکړي.
ليکنه وايي، چې چين يو سوسياليستي او پرمختيايي هېواد دی، چې ډېر لوی نفوس لري او د ښارونو او کليو سیمو او همدارنګه د بېلا بېلو سیمو تر منځ یې لا هم د پرمختګ څرګند واټنونه شتون لري. همدا وضعیت دا ایجابوي چې روغتيايي او طبي چارې د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې لا پرمختګ ومومي، د خلکو ژوند او ګټو ته لومړيتوب ورکړي، د پرمختګ د موندنې په برخه کې تل روغتيا ته لومړیتوب ورکړي، اساسي طبي او روغتيايي چارې د عام المنفعه خدماتو په توګه وساتي او د چيني ځانګړتيا لرونکی طبي او روغتيايي پرمختګ لار تعقیب کړي.





























