د بامیانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې فارمونو شمېر له پنځو څخه ۲۵ ته لوړ شوی او دې سکټور ته د پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده. مسوولین د مناسب اقلیم او د اوبو پراخې سرچینې د دې ودې مهم لاملونه بولي. خو د فارمونو مالکان د کبانو د خوراکي توکو د لوړو بیو او کمښت له امله د تولید او صادراتو له ستونزو شکایت کوي. دوی له حکومت څخه غواړي چې د خوراکي توکو د کورني تولید او د فارم لرونکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي. پانګوال باور لري چې د لا ډېرو اسانتیاوو په برابرېدو سره افغانستان د کبانو د غوښې په تولید کې ځان بسیاینې ته رسېدلی شي.





























