د لغمان ولایت د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، چې په مهترلام، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ۹۵۸ کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې ده. د دغه ریاست د انکشافي چارو امر خلیل الرحمن صدیقي ویلي، د یوه همکار بنسټ له لوري یادو کورنیو ته په دوکاندارۍ، خیاطۍ، کراکري، مالدارۍ، کرنې، چرګانو او شاتو مچیو روزنې او نورو برخو کې د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې ده. د علیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی پاینده ګل وايي، دوه کاله وړاندې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ورته وزې ورکړل شوې وې چې اوس یې شمېر اتو ته رسېدلی او اقتصادي وضعیت یې د پخوا په پرتله ښه شوی دی.






























