د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د شورا ۲۶مه غونډه د سپتمبر په لومړۍ نېټه د قرغيزستان په پلازمېنه بېشکيک کې تر سره شوه. د چین د دولت رئيس شي جين پیګ پکې ګډون او مهمه وينا کې يې د دې سازمان د پرمختګ په هکله څلور فقره ييز نظريې او د دې سازمان د رول د لوبولو په هکله درې فقره ييز وړانديزونه کړي چې دا د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. نړيوالو رسنيو داسې ويلي چې دغه نظريې په اوسني حالت کې ډېر اهميت لري او له دې امله به د دې سازمان د ۲۷ غړو هېوادونو پيوستون لا پیاوړی شي.
روان کال د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو له ۲۵مې کليزې سره برابر دی. دغه سازمان د جوړېدو په لومړیو ورځو کې يوازې د سيمې د امنيتي همکاريز میکانيزم په توګه خپل رول لوبولی و، خو اوس هغه پر نوي سيمه ییز همکاريز سازمان بدل شوی چې پراخوالی يې په نړۍ کې تر ټولو لوی، نفوس يې تر ټولو ډېر او پرمختيايي امکانات یې هم ډېر زيات دي. د جوړېدو له ۲۵کلونو راهيسې دغه سازمان د نړيوالو اړيکو نوې نمونه ګرځېدلې ده.
رئیس شي جين پینګ په دې غونډې کې د دې سازمان تر ټولو سترې پرمختیايي لاسته راوړنې، تر ټولو قيمتي معنوي شتمني ياده کړې او تر ټولو مهمې همکاريزې تجربې يې راټولې کړې دي. شنونکي وايي چې ياد ټکي د شانګهای همکارۍ سازمان د ودې او پرمختګ د برياليتوب لاملونه دي. د غړو هېوادونو مشرانو په غونډه کې ((د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۵مې کليزې په پار د بېشکېک اعلاميه)) لاسليک او خپره کړې او هم يې ((د شانګهای همکارۍ سازمان د منشور )) د پروتوکول ځينې مادې اضافه کړې او ځينې برخې يې تعديل کړې او د دې ترڅنګ يې ۲۸ سندونه تصويب کړي دي. د شانګهای همکارۍ سازمان چې د يوې لويې کورنۍ په څېر دی، په خپلو رښتينو عملونو سره د دايمي سولې او ګډ پرمختګ د ساتلو هيله څرګنده کړې ده.
چين د دې سازمان د يوه بنسټګر په توګه په دوامداره توګه د دې سازمان د ودې او پرمختګ لپاره خپل خدمتونه کړي دي. تېر کال د شانګهای همکارۍ سازمان د تيانجین په سرمشريزه کې په راتلونکو لسو کلونو کې د دې سازمان پرمختیايي ستراتيژي ټاکل شوې ده. رئيس شي جين پینګ پکې د نړيوال مديريت وړانديز کړی چې همدا د نړيوال مديريت لا پياوړتیا او بشپړتيا ته هوښياري او پوهې ورکړې او هم يې په نړيوال مديريت کې د دې سازمان د رول د لوبولو لپاره لاره روښانه کړې ده.
نړۍ په تېرو سلو کلونو کې ډېرې لوړې ژورې تجربه کړې او پکې ډېر بدلونونه راغلي دي. انساني ټولنه په کوم لوري روانه ده؟ دغه سازمان څنګه خپل تاريخي مسؤليت پر غاړه ولري او د تاریخ لپاره لارښود برابر کړي؟
رئیس شي جين پینګ په دې غونډې کې څلور فقره ييزې نظريې وړاندې کړې:
لومړۍ، د سازمان غړي هېوادونه دې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي او د ګډې سمسورتيا لپاره دې هڅې وکړي. دويمه، دغه سازمان دې د امنيت پر ساتنې ټينګار ولري او امنيتي چاپېریال دې برابر کړي. درېیمه، موږ دې پر هغه بنسټ ټينګار ولرو چې د انسانانو ګټو ته ارزښت ورکوي، او د نسلونو ترمنځ دوستي دې لا ټينګه شي. څلورمه، غړي هېوادونه بايد پر ډيالوګ او مشورو ټينګار ولري او عادلانه او منظم مديريت دې بشپړ کړي.
نوموړي د يادو نظريو په څرګندولو سره د څلورو نړيوالو وړاندیزونو د پلي کولو او د دې سازمان د لاباکيفيته پرمختګ د موندلو لپاره چینايي لايحه برابره کړې ده.
د چين د اوسنيو نړیوالو اړيکو د څېړنيز انسټیټيوټ د علمي کمېټې د سکرتر مرستيال دينګ شياو شينګ د سي ايم جي خبريال ته ويلي، دغه نظريې د دې ښکارندويي کوي چې د شانګهای همکارۍ سازمان به د څلورو نړیوالو وړانديزونو د پلي کولو لپاره مهم ډګر وګرځي او د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره به مهم رول ولوبوي.
۲۵ کلونه تېر شوي او د شانګهای همکارۍ سازمان په نوي پیل کې ولاړ دی، خو اصلي موخه يې نه ده بدل شوې او د لا باکيفيته پرمختګ په لور روان دی. چين به د دې سازمان له نورو غړو سره يو ځای د شانګهای روحیې په رڼا کې څلور نړيوال وړانديزونه پلي کړي او د نړيوال مديریت د بشپړتيا او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به چيني ځیرکتیا او لايحه برابره کړي.






























