ديپلومات نشریه په خپله یوه اوږده مقاله کې لیکي چې افغانستان د سیمه ییز اتصال لپاره خورا ښه موقعیت لري، خو تر هغه چې نا امني وي دغه هېواد له خپل موقعیت ګټه نه شي پورته کولی. په مطلب کې راځي، چې یو کمربند یوه لار، سيپیک، لاجوردو لار او ورېښمو لار هغه پروژې دي چې د افغانستان او سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري، خو نا امنیو او روانو جګړو ددغه مهمو پروژو د تحقق مخه نیولې ده. سرچینه کاږي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او له دغه هېواد د سیمې نورو هېوادنو ته د سوداګرۍ او تګ راتګ پروسه اسانه کېدلی شي. ديپلومات نشریې د افغانستان پر ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو غږ کړی چې د خپلو ګټو او اقتصادي ودې لپاره د افغانستان موقعیت ته ارزښت ورکړي او په دې توګه ددغه هېواد په ثبات، امنیت او سوله کې همکاري وکړي.