واشنګټن ایکزماینر نشریه په خپله یوه اوږده مقاله کې په افغانستان کې وروستیو جګړو او د امریکایي ځواکونو حضور ته کتنه کړې ده. په دغه لیکنه کې راځي امریکا هغه کسان د خپل ملي امنیت لپاره خطر بولي چې د افغانستان په غرونو او رغونو جګړه کوي او تر ډېره دغه جګړه خپلمنځي ده. د سرچینې په وینا دا د امریکايي ځواکونو د حضور او د میلیاردونو ډالرو د لګولو لپاره منطقي دلیل نه دی. واشنګټن ایکزماینر همدا راز وایي، چې د امریکايي ځواکونو په حضور که په افغانستان کې جګړه ختمېدلی، نو کلونه وړاندې باید دغه هېواد ته امنیت او ثبات راغلی وای. نشریې امریکایي حکومت ته مشوره ورکړې چې خپل ځواکونه له افغانستان وباسي او د افغانستان کورنۍ جګړه د ځان لپاره خطر و نه بولي. واشنګټن ایکزماینر د افغانستان جګړه داسې مهال کورنۍ جګړه نوموي چې افغان حکومت په ځلونو دا پر افغانانو تپل شوې او د سیمه ییزو استخباراتو جګړه بللې وه. په لیکنه کې افغان حکومت هم په فساد کې ښکېل بلل شوی او ویل شوي چې په افغانستان کې کمزوری او په فساد کې ښکېل حکومت هم د امریکا لپاره بل سرخوږی دی.



































