په ننګرهار کې لسګونه لاریون کوونکو پر ښکېلو خواوو د اوربند غږ کړی دی. د راپورونو له مخې په جلال اباد ښار کې د سولې ولسي حرکت لسګونه پلویانو لاریون کړی دی او د جګړې ضد شعارونه ورکوي. دوی له حکومت او طالبانو غوښتي چې د جګړې پر ځای د سولې او مذاکراتو لړۍ اعلان کړي او د یو بل پر ضد روان عملیات ودروي. د لاریون کوونکو په خبره روانه جګړه د افغانانو او افغانستان د بربادۍ جګړه ده او باید ودرول شي. دوی پر طالبانو او حکومت غږ وکړ چې د ولس غوښتنه دې واوري او پخپلو کې دې اوربند وکړي. لاریون کوونکو د حکومت خالد او د طالبانو الفتح عملیات هم وغندل او ټینګار یې وکړ چې ددې پر ځای دې د سولې پر پروسه او بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وشي.



































