د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالي د صدمردې سیمې اوسېدونکي وایي چې تېره شپه ګډو ځواکونو په یاده سیمه کې پر یوه کور چاپه وهلې او د یوې ښځې او یوې نجلۍ په ګډون یې شپږ کسان وژلي دي. د سیمې اوسېدونکي چې په پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه یې هم ورسره د ولسوالۍ بازار ته راوړي وو د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول او د ورته بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کوله. د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریف زوی په سیمه کې د عملیاتو پخلی کوي، خو په دې پېښه کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بې خبري ښیي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې عملیات د یو چوکیدار پر کور شوي دي چې له وسله والو سره یې هیڅ اړیکې نه لرلې.




































