د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي، د هېواد دښمنان د پیاوړي نظام له موجودیت وېره لري. د امنيت شورا لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، حمد الله محب دغه څرګندونې د لودیځ زون د ۲۰۷ ظفر قول اردو کې په جوړه شوې غونډه کې وکړې. سرچینې زیاته کړې، د لوېدیځ زون امنیتي چارواکو د اړوند ولایتونو د امنیتي وضعیت، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړي. د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د لوېدیځ زون د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د راپورونو له اورېدو وروسته وویل، ویاړي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره مېړانې د افغانستان له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي. دده په خبره افغانان باعزته سوله غواړي، د افغانستان دښمنان د پیاوړي نظام له موجودیت وېره لري او امنیتي او دفاعي ځواکونه به له هر ډول ګواښ سره مبارزه وکړي. محب همدا راز ویلي، فساد او فساد کوونکي د افغانستان دښمنان دي او د دښمن په څېر به ورسره چلند وشي.




































