افغان حکومت له پاکستان څخه د سولې خبرو کې د رغوونکي نقش لوبولو غوښتنه کوي. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، پرون په یوه غونډه کې د وینا پر مهال له پاکستان وغوښتل، چې د افغان دولت په محوریت د سولې بین الافغاني خبرو څخه د ملاتړ ترڅنګ په دې برخه کې رغنده رول ترسره کړي. د ولسمشر دویم مرستیال وايي هغوی چې د افغان دولت له حضور پرته د سولې خبرو پرمخبیولو فکر کوي، تېروتي دي. په دې غونډه کې د پاکستان د پارلماني چارو وزیر ویلي، د افغانستان امن او ثبات برخه کې هڅې کوي، خو زیاتوي، چې افغانان باید تر ډېره خپلې ستونزې په خپله حل کړي. افغان حکومت داسې مهال له پاکستان څخه د سولې بین الافغاني خبرو کې د همکارۍ غوښتنه کوي، چې تازه د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ قطر کې کېدونکې ناسته د افغان حکومت ۲۵۰ کسیز پلاوي پر سر د اختلاف له امله وځنډېده.




































