حکومت هڅه کوي د خپل کار د دوام لپاره له سترې محکمې تفسیر ترلاسه کړي. ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۱ نوماندانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د راتلونکې میاشتې (غبرګولې) په لومړۍ نېټه د ملي یووالي د حکومت کار پای ته رسېږي، نو ولسمشر اړ دی چې له واک لاس په سر شي. د دوی په خبره د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د حکومت کار قانوني مشروعیت نه لري او د حکومت مشران باید دې مسئلې ته متوجه وي. د کانديدانو د اعلاميې په وینا دوی داسې اسناد په لاس کې لري، چې ښيي، حکومت پر ستره محکمه فشار راولي او غواړي، چې د ولسمشر د واک د دوام لپاره حکومت ته تفسیر ورکړي. دوی پر عدلي او قضايي ادارو هم غږ کړی چې خپل عزت ته دې زیان نه رسوي او په دې حساسو شرایطو کې دې خپله خپلواکي وساتي. بل پلو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د نوماندانو پر دغه اعلامیه غبرګون ښودلی دی. د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي، دغه ډول ګنګوسې پخوا هم خپرې شوې وې، خو حکومت د قانون په چوکاټ کې خپل کار ته ادامه ورکوي. دده په خبره حکومت لا خپل پنځه کاله نه دي پوره کړي او د مودې پوره کولو ته یې شپږ میاشتې نور وخت هم پاتې دی. هغه ویلي چې د ملي یووالي حکومت مشران قانون ته ژمن دي او په قانوني چوکاټ کې به خپلې چارې مخ ته وړي.



































