د نغلو بند د برېښنا د تولید ظرفیت سل میګاواټه ته لوړ شوی دی. د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې ددغه بند د برېښنا فابریکه څلور توربینونه لري او هر یو دمګړی د ۲۵ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. ددغه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې وړاندې ددغه فابریکې توربینونه خراب شوي وو، خو دبرېښنا شرکت په هڅو او د نړیوال بانک په همکارۍ بېرته رغول شوي او د تولید ظرفیت یې هم له پنځوسو، سل میګاواټه لوړ شوی دی. برېښنا شرکت وايي په دې سره به په کابل ښار کې د برېښنا پرچاوي راکمه کړل شي. کابل ښار له ۶۵۰ تر ۷۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې د وارداتي او تولیدي برېښنا تر څنګ بیا هم کابل ښار تر ۴۰ سلنې پورې د برېښنا پرچاوي لري.