سترې محکمې د نوي ولسمشر تر ټاکل کيدو پورې د ولسمشر غني د کار د دوام او تاييد خبر ورکړی دی. ستره محکمه په داسې حال کې دا پرېکړه کوي چې وړاندې تر دې د راتلونکي ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ویلي وو چې حکومت هڅه کوي د خپل کار د دوام لپاره له سترې محکمې تفسیر ترلاسه کړي. ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۱ نوماندانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د راتلونکې غبرګولې میاشتې په لومړۍ نېټه د ملي یووالي د حکومت کار پای ته رسېږي، نو ولسمشر اړ دی چې له واک لاس په سر شي. د دوی په خبره د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د حکومت کار قانوني مشروعیت نه لري او د حکومت مشران باید دې مسئلې ته متوجه وي. خو د سترې محکمې د دې پرېکړې له اعلان وروسته یادو نوماندانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.



































