دوشنبه, اگست 3, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د دوشنبې – کابل – تهران ترانسپورتي دهلېز ازمایښتي سفر پیلېږي

    دلاور: ا.ا د دوحې هوکړې له مخې خپلې هوکړې ته ژمن پاتې شوی

    افغان او ازبکستاني لوري د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    کندهار کې د انګورو بڼوال: د صادراتو بندیدو زموږ عایدات کم کړي دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د دوشنبې – کابل – تهران ترانسپورتي دهلېز ازمایښتي سفر پیلېږي

    دلاور: ا.ا د دوحې هوکړې له مخې خپلې هوکړې ته ژمن پاتې شوی

    افغان او ازبکستاني لوري د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    کندهار کې د انګورو بڼوال: د صادراتو بندیدو زموږ عایدات کم کړي دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان: د ولسمشر د کار دوام د غبرګولې تر لومړۍ نېټې ورهاخوا قانوني مشروعیت نه لري

اپریل 22, 2019
in افغانستان
0 0

سترې محکمې د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې د ولسمشر غني کاري موده تمدید کړې ده. سره له دې چې د ملي یووالي حکومت مشرانو له لومړۍ کاري ورځې، پر وخت د ټاکنو پر ترسره کولو او په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو راوستلو ژمنه کړې وه، خو اوس یې چې وخت مخ پر پوره کېدو دی، نو سترې محکمې یې کاري موده وغځوله. که څه هم د اساسي قانون له مخې د ولسمشر غني کاري موده یوه میاشت وروسته د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر غني به شپږ میاشتې نور هم خپلې دندې ته ادامه ورکوي.

سیاسي جریانونه او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د سترې محکمې دغه تصمیم د قانون خلاف بولي او وایي چې دوی پر داسې یوه طرح کار کوي، چې د جوزا تر لومړۍ نېټې وروسته بدیلې لارې وګوري.

د سترې محکمې د پرېکړې له مخې، د اساسي قانون پر اساس باید ټاکنې د ولسمشر تر لرې کېدو دوه میاشتې مخکې شوې وای، خو دا چې ټاکنې ځنډېدلې او د واک خلا رامنځ ته نه شي، د خپلو صلاحیتونو له مخې یې د ولسمشر غني کاري موده د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې تمدید کړې ده. سترې محکمې ویلي چې په هېواد کې د واک د دوام او نوي ولسمشر تر راتګ پورې به ولسمشر غني پر خپل ځای وي.

بل پلو ارګ بیا تر دغه پرېکړې وړاندې ویلي وو، چې ستره محکمه د واک په اړه د پرېکړې صلاحیت لري، ځکه تر دې وړاندې هم په ټاکنو کې د ستونزو له امله سترې محکمې ته مراجعه شوې وه او دوی خپله پرېکړه وړاندې کړې وه. د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه ویلي: ((سترې محکمې تر دې وړاندې هم خپله پرېکړه کړې ده او اوس هم په دې برخه کې خپل قانوني واک لري. دوی به د حکمت په اړه پرېکړه کوي، له هغه پرته هم د اوسني حکومت شپږ  میاشتې وخت پاتې دی او تر هغه به خپل کار ته دوام ورکوي)).

سیاسي جریانونه او د ولسمشریزو ټاکنو یوشمېر نوماندان د سترې محکمې له لوري د ولسمشر غني د کاري مودې د غځولو په تړاو غبرګون ښيي او وایي چې د اساسي قانون له مخې د ولسمشر غني کاري موده د جوزا یا غبرګولې په لومړۍ نېټه، چې شاوخوا یوه میاشت ورته پاتې ده ختمېږي.

دوی وایي چې د موقت حکومت، سرپرستې یا عبوري ادارې په شمول، په داسې یوه طرح کار کوي چې د قدرت خلا له رامنځ ته کېدو څخه مخنیوی وکړي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عنایت الله حفیظ ویلي: ((په ټولو طرحو کار کوو، که هغه موقت حکومت وي، که سرپرسته یا عبوري اداره وي، خو د واک خلا به نه رامنځ ته کېږي)).

د حقوقي چارو شنونکي وایي، چې د ولسمشرۍ څوکۍ انتخاباتي ده او د سترې محکمې په شمول هېڅ مرجع یې د تمدید حق نه لري. شنونکي وایي چې د جوزا په لومړۍ نېټه د ولسمشر غني د کاري مودې له پای ته رسیدو سره هممهاله، د اجرايه ریاست د کار دوام هم د قانون خلاف دی. د حقوقي چارو شنونکي سید حبیب الله هاشمي ویلي، ستره محکمه دا صلاحیت نه لري چې د یوې انتخابي څوکۍ موده وغځوي.

په ورته وخت کې اجرايه ریاست هم وایي، چې د سترې محکمې له لوري ورته پرېکړې پخوا هم شوې وې او د سترې محکې د حکم پر اساس به نه یوازې ولسمشر غني، بلکې د ملي یوالي حکومت دوره د نوي ولسمشر تر راتګ پورې دوام کوي.

د سترې محکمې له لوري د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې د ولسمشر غني د کاري مودې د تمدید په تړاو څرګندونې داسې مهال دي، چې ولسمشر غني په خپلو ډېرو غونډو او سیاسي مجالسو کې ټینګار کړی، چې د خپل وخت تر پوره کېدو به یوه ورځ هم خپل کار ته ادامه نه ورکوي.

Tags: featured
Share16Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د دوشنبې – کابل – تهران ترانسپورتي دهلېز ازمایښتي سفر پیلېږي

اگست 3, 2026

لغمان کې؛ د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې

اگست 3, 2026

عراقچي: د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې

اگست 3, 2026

راشد خان: ملي لوبې راته تر هر څه ډېر لومړیتوب لري

اگست 3, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In