امریکا په دوحه کې د بین الافغاني خبرو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني سره په تلیفوني خبرو کې ویلي، چې د قطر د کنفرانس په لغوه کېدو خواشینی دی، خو ارو مرو باید د افغانانو ترمنځ د سولې دغه کنفرانس جوړ شي. مایک پمپیو ولسمشر غني ته ویلي، څومره ژر چې کېدای شي دواړه لوري دې د لېست پر سر هوکړې ته ورسېږي او په دوحه کې دې د افغانانو ترمنځ د سولې کنفرانس جوړ شي. ده ویلي چې امریکا د افغانستان سولې ته ژمنه ده او د هر هغه ګام ملاتړ کوي چې افغانان سولې ته نږدې کوي. ولسمشر غني هم د افغان سولې پر ارزښت خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې روانه جګړه د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې د حل وړ ده. مایک پمپیو همدا راز په افغانستان کې د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو پيل هم غندلی دی او وایي، ښکېلو غاړو ته په کار ده، چې د سولې هر کلی وکړي او له جګړو لاس په سر شي.



































