نشنل انټرسټ نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي، امریکا څه باندې یو تریلیون ډالر په افغانستان کې ولګول او دا یې ژمنه کړې وه، چې دلته به یو ولسواک نظام جوړوي، د خلکو اقتصاد به غوړوي، جګړې به له منځه وړي، بیا رغونه به کوي، بشري حقونه به خوندي کوي او د حکومتولۍ په جوړولو کې به همکاري کوي. سرچینه کاږي، په افغانستان کې حکومت جوړ شو، خو د خلکو امنیت تامین نه شو، چې پخپله خوښه ولسمشر وټاکي، بلکې ولسواکي لا هم د طالبانو تر تهدید لاندې ده. همدا راز ترهګرې ډلې له منځه نه دي تللې بلکې لا ډېره خاوره یې لاندې کړې ده. د نشه يي توکو کرکېله اوج ته رسېدلې ده او لا هم لوړه سلنه افغانان د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي. نشریه لیکي، پورته مواردو ته په پام ویلی شو، چې امریکا میلیاردونه ډالر بېځایه مصرف کړي دي، نه یې افغانستان پېژندلی دی او نه یې هم په افغانستان کې د اصلي ستونزو په حل پسې سر ګرځولی دی. نشنل انټرسټ لیکی، افغانستان د بیا رغونې لپاره، انجنیرانو، ډاکټرانو او متخصیصینو ته اړتیا لرله، خو امریکا یوازې سرتېري دغه هېواد ته ولېږل، چې له همدې امله د افغانستان ډېری برخې لا هم خپل ۲۰ کاله پخوانی وضعیت او حالت لري.



































