مشرانو جرګې د زورواکانو پر وړاندې د حکومت له جدي چلنده ملاتړ کړی دی. مشرانو جرګې د زورواکانو پر وړاندې د حکومت جدي اقدامات ستایلي او ترې یې ملاتړ اعلان کړی دی. د یادې جرګې دوهم مرستیال وویل، چې د حکومت دا ډول اقدامات کولی شي امنیت سره مرسته وکړي. محمد اصف صدیقي په یوه مرکه کې ویلي، چې که د زورواکانو پر وړاندې اقدامات جدي نه شي دوی به پیاوړي شي، چې هغه مهال بیا دولت او ملت دواړو ته سرخوږی جوړولی شي. د هغه په خبره، بهتره به وي چې اوس یې لا پر وړاندې جدي اقدامات وشي. صدیقي دغه راز زیاته کړه، چې له هېواده د پانګې د وتلو یو علت د غیر مسووله وسله والو موجودیت دی، چې خلک او حکومت یې دواړه له ننګونو سره مخ کړي دي. هغه زیاته کړې، دوی له حکومته غواړي چې له هغوی سره جدي چلند وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن ورځ د محقق د ملیشه ځواکونو قومندان شمشیر ویلي و، چې دی د خلکو له پراخ ملاتړه برخمن دی او حکومت یې د نیولو وړتیا نه لري.




































