فیودور میخایلویچ داستایوفسکي د روسیې مشهور او اغېزناک لیکوال و. د ده تر ټولو مهمه ځانګړنه دا وه، چې د خپلو داستانونو د کرکټرونو روان ته ننوت او د دوی د روان داخلي زاویې یې سپړلې. د داستانونو ډېری کرکټرونه یې لکه ناروغان، بېوزلان، ګناهکاران او رواني کشمکش لرونکي کسان دي. ده په لومړي سر کې خپل کار له ژباړې پيل کړ او د اورژني ګرانده په څېر اثار یې وژباړل. د فرېدرېش شیلر یو اثر یې هم ژباړلی و.
داستایوفسکي په ۱۸۲۱ز کال کې دې نړۍ ته راغلی دی. پلار یې په سن ماري روغتون کې د جراحۍ ډاکټر و. پلار یې د روسیې دنجباوو له کورنۍ و. پلار یې سخت و، د پیسو په لګولو کې محتاط و او پوره سخت ګیره سړی و. دا ټول هغه مسایل وو چې د داستایوفسکي پر اثارو یې اغېز درلود او د ده د شخصیت په وده او کنټرول کې یې برخه لرله.
د داستایوفسکي کورنۍ تل حکومتي ماموریت کړی و، خو غریبه وه. لکه مخکې مو چې وویل پلار یې ډېر سخت سړی و. هغه نه یوازې له تجملي کارونو او څیزونو سره علاقه نه لرله، بلکې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو یې هم ځان محروم کړی و. ده غوښتل په دې سختۍ سره خپل ماشومان په سمه توګه تربیه کړي. ده یې په لومړنیو وختونو کې ماشومانو ته ور ښودلي وو، چې باید له سختۍ او بدمرغۍ سره ځان عادت کړي. ده به ویل چې په دې توګه یې اولادونه په ژوند کې مهم مسوولیتونه اخیستی شي. د کورنۍ غړو یې د روغتون په یوه دوه اطاقه اپارتمان کې ژوند کاوه. دوی ټولو په زور ځانونه په دې بلاک کې ځای کړي وو. دوی بهر ته د تګ او چکر اجازه نه لرله، اضافي پیسې یې نه شوی اخیستی، ملګري او خواخوږي یې نه لرل. پلار یې د روغتون د معاش تر څنګ له شخصي کتنځي هم پیسې ګټلې. له کلونو وروسته یې په یوه کلي کې یو کور واخیست او ماشومان یې هلته ولېږدول. دوی ایله د ازادۍ خوند وڅکلو او د ژوند له اسانتیاوو تر یوې کچې برخمن شول.
۱۹۳۹ز کال و، داستایوفسکي له زده کړو سره دومره مینه نه لرله. وروسته له دې چې ښوونځی یې بشپړ کړ، د روسیې د جنګ وزارت د انجنیرۍ په برخه کې پر کار بوخت شو. اوس یې له خپلې دندې او پلرني میراث ښې پیسې ګټلې، خو دی د پیسو د ساتلو او مدیریت سړی نه و. یو اپارتمان یې کرایه کړ. له بیلیارد لوبې سره یې مینه لرله، په دې کې نو ډېرې پیسې مصرفېدې. دی یې په کیسه کې نه و، هر خوا یې پیسې بادولې. یو کال وروسته له دې چې له دندې یې استعفا وکړه، تر مرۍ په پورونو کې ډوب شو. له همدې ځایه د ژوند تر وروستیو پورې په پورونو کې ډوب و.
داستایوفسکي لا د جنګ وزارت په انجنیرۍ څانګه کې و، چې د ناول او داستان له لیکلو سره یې مینه لرله او ناول یې لیکلی و. نو اوس اړ شوی و چې د لیکوالۍ له لارې د ژوند لګښتونه پوره کړي. له دې امله یې پر خپلو کتابونو او پلانونو ښه ډېر فکر وکړ. ده د (بې وزله خلکو) ناول لیکلی و، نو ویې غوښتل چې دا ناول چاپ کړي.
یوه ورځ داستایوفسکي ناوخته کور ته راغی، د شپې نږدې څلور بجې وې چې ګریګوروویچ او ملګری یې د ده کور ته راغلل. دوی ټوله شپه دغه ناول لوستی و او دومره متاثر شوي وو، چې داستایوفسکي ته یې مبارکي ورکړه. دوی له ناول سخت اغېزمن شوي وو، ویل یې پوهیدل چې داستایوفسکي به ویده وي، خو ویل یې دی باید راويښ کړي. دوی ته ناول دومره خوند ورکړی و، چې په نیمه شپه داستایوفسکي ته ورغلل. وروسته یې ناول د هغه وخت تر ټولو مشهور نقاد بیلنسکي ته ور وښود. ده یې هم ستاینه وکړه او ناول چاپ شو. د دې کتاب تر چاپ وروسته داستایوفسکي مشهور شو او د شهرت پر ګدۍ یې پښه کېښوده.
داستایوفسکي له دې بریا سمه استفاده ونه شوی کړی. هغه خجالتي شخصیت و. یوازیتوب یې خوښېده. کله به چې چېرته مېلمه شو او د ادیبانو غونډو ته به بلنه ورکړل شوه، نو په یوه ګوښه ځای کې به ولاړ و. سره له دې چې نورو لیکوالانو به دی د ټولو منځ ته راوستلو، خو دی په یوازیتوب کې خوشاله و. نورو لیکوالانو به هڅاوه، خو دی خجالتي و او ځان ورته بېګانه ډوله ښکارېده. په ونه ټيټ و، زېړ رنګ وېښته او خړې سترګې یې لرلې. تېزې خبرې به یې کولې، خو ډېرې خبرې یې نه خوښېدې.
داستایوفسکي دومره جالب سړی نه و، خو د بریا له امله یې ډېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. هغه مغرور شو او د لیکلو له درکه یې په ګټلو پیسو شانداره ژوند جوړ کړ. ملګرو یې نیوکې ورباندې کولې او دی یې ګزاره یي ژوند ته راباله، خو ده نه منله. همدا و چې خپل نږدې ملګري ان هغه چې دی یې ډېر هڅاوه او ناولونه به یې ورته ستایل، خفه کړل. بیا یې هم خپل پخوانی عادت پر ځای و. پیسې یې لګولې او بادولې. بیا په پورونو کې ډوب شو. له دې حالته د خلاصون لپاره اړ و چې په بېړه او ښه ډېر لیکل وکړي. عصبي تکلیفونه ورته پيدا شول او وېرېده چې سل ناروغي یې ونه نیسي. په دې موده کې یې چې کومې لیکنې کړې دي، دومره ارزښتانکې نه دي. هغه وخت به خلکو ویل چې داستایوفسکي یو په یو مشهور شو، خو اوس یې په جېب کې څه نه دي پاتې او چانټه یې خالي شوه، ځکه نوي او خوندور شی نه شي لیکلی.
ډېره موده نه وه تېره شوې چې د داستایوفسکي د لیکوالۍ کیسه ختمه شوه. له دې وروسته دی له یوې ډلې ځوانانو سره یو ځای شو چې سوسیالیستي مفکوره یې لرله او د مطبوعاتو پر ازادۍ یې ټینګار کاوه. دوی بې آزاره خلک وو او یوازې په اونۍ کې به یې یوه جلسه جوړوله او خپل نظریات به یې سره شریکول. خو حکومت ورباندې خبر شو او دغه ډله یې ونیوله. داستایوفسکي هم په دې ډله کې و او محکمې ورباندې د اعدام حکم وکړ. دوی یې څو ورځې وروسته میدان ته بوتلل او د اعدام حکم یې ورباندې اجرا کولو، خو یو قاصد راغی چې د اعدام سزا دورو او حبس ته راښکته کړی. دوی یې د دار له پایو راخلاص کړل.
له همدې سره د اعدام حکم لغوه کېږي، خو داستایوفسکي په څلور کاله بند محکومېږي. ده په یوه کتاب کې په زندان کې د خپل رواني حالت او هلته د شته ستونزو په اړه بیا ډېر څه لیکلي دي.
له زندانه چې خلاص شو، نو د سایبریا یوه ښار ته د جزايي عسکر په توګه ولېږل شو. هغه سختې شپې او ورځې تېرولې، خو بیا هم خوشاله و. ځکه دی د دار له سره خلاص شوی و، نو هره سزا یې د ځان لپاره عبرت ګڼله او د ځان د اصلاح لپاره یې غاړه ور ته اېښوده. په ۱۸۵۶ز کال کې یې د یوه شاګرد په مرسته له عسکرۍ افسرۍ ته ترفیع وکړه او ژوند ورته یو څه د تحمل وړ شو. وروسته دلته په یوه ښځه چې ماریا نومېده مین شو، ښځه هم ورباندې مینه شوه، خو دا چې ماریا سیاسي تبعید شوې وه، نو له دې ځایه بل ځای ته ولېږل شوه. ماریا وروسته له ده لاس واخیست، خو داستایوفسکي سخت ورپسې زړه خپه و. هغه ورباندې ګرانه وه، خو غیر مستقیم به یې د ماریا د ژوند په ښه والي کې مرسته کوله. بالاخره ماریا بېرته راګرځي او په ۱۸۵۷ز کال کې له داستایوفسکي سره واده کوي.
په ۱۸۵۹ز کال کې داستایوفسکي د خپلو ملګرو په مټ بریالی شو چې بېرته سن پترزبورګ ته راوګرځي. ده په مسکو کې له خپلې مېرمنې او ورور سره یو ځای ژوند پیل کړ او یوه مجله یې خپروله. د مجلې نوم (وخت) او داستایوفسکې دغه مجلې ته د (مړیو کور) او (خفه خلک) ناولونه ولیکل. مجلې بازار پیدا کړ او تر دوو کلونو د داستایوفسکي ژوند ښه و. دوه کاله وروسته یې مجله ورور ته پرېښوده او دی غربي اروپا ته په سفر لاړ.
یو څه وخت وروسته د یوې مقالې د خپرولو له امله مجله تړل کېږي او داستایوفسکي مجبوره کېږي چې بېرته اروپا ته ستون شي. دی د بېوزله لیکوالانو له مرستندویه صندق پیسې پور کوي او په اروپا کې قمار ورباندې وهي. کور یې مېرمن ناروغه وي، خو دی په اروپا کې چکر وهي. څه موده وروسته بېرته مسکو ته راګرځي، بله مجله جوړوي، خو دا نو د هغې پخوانۍ په څېر لوستونکي نه پیدا کوي. ورور یې هم مري او د هغه کونډه ده ته پاتې کېږي.
ده یوه پیسه هم نه لرله، نو ځکه یې د جنایت او مجازات په نامه د کتاب لیکل پیل کړل، چې که وکړی شي له دې درکه پیسې پیدا کړي. داستایوفسکي ناروغ و، پیسې یې نه لرلې، اړ و چې له هرې ممکنې لارې ځان ته پیسې پیدا کړي. هر چا ته یې لاس اوږد کړ، ان تورګنف ته هم اړ شو، چې یو وخت یې جنجال ورسره کړی و. په اخیستو پیسو یې ځان روسیې ته ورساوه. هلته یې یو قرارداد کړی و، چې باید یوه ناشر ته خپل یو رومان په یوه کال کې پوره کړي، خو ده نه و پوره کړی، د قرارداد له مخې ناشر حق درلود چې د رومان د نه پوره کېدو په صورت کې له داستایوفسکي یو اثر په وړیا توګه واخلي او یوه پیسه هم ور نه کړي. دی اړ شو چې د دغه ناول د پوره کولو او بل ناول د لیکلو لپاره یو منشي ونیسي. ده یو تکړه منشي پیدا کړ او د هغه په مرسته یې د قمارباز مشهور ناول په ۲۶ ورځو کې بشپړ کړ.
د داستایوفسکي منشي یوه ۲۰ کلنه مېرمن وه. هغه بدرنګه وه، خو ډېره تکړه وه. وروسته یې له ده سره واده وکړ، څلور کاله وروسته دواړه اروپا ته لاړل او داستایوفسکي بیا د قمار میزونه ته لاړ. هر څه یې چې لرل، لوټ یې کړل او بیا یې پورونو ته مخه کړه. بیا د زوی پلار شو، خو سره له دې یې هم له قمار لاس وا نه خیست.
د روسیې دغه مشهور لیکوال سره له دې چې سخت ژوند تېر کړی، خو په خپلو اثارو کې یې نورو ته ستر درسونه پرې اېښي دي. هغه صادق و او د خپل ژوند تجربې یې صادقانه بیان کړې دي. دی پر روسیه مین و، د اروپا هېڅ ښکلا یې نه خوښېده او بېرته به روسیې ته راستون شو. داستایوفسکي په ۱۸۸۱ز کال کې په ناڅاپي توګه ومړ او د جنازي په مراسمو کې یې زرګونو کسانو ګډون کړی و، چې د حیرانتیا منظره یې جوړه کړې وه.
دی وايي، دنیا له خپلو ټولو سختیو، ستونزو او نابرابریو سره ښایسته ده، ځکه خدای پیدا کړې ده. دی وايي، که یو څوک د دنیا له ټولو موجوداتو سره مینه ولري، نو ټولې ستونزې او عذابونه توجیه کولی شي. ده په خپل ژوند کې د ۱۶ په شاوخوا کې ناولونه لیکلي دي، لسګونه مقالې، لنډې کیسې او لیکونه یې هم خپاره شوي او چاپ شوي دي.