د هر هېواد د اقتصادي نظام پیاوړتیا او پرمختګ تر ډېره په کورنیو تولیداتو او بهرنیو هېوادونو ته په صادراتو ولاړه وي. هغه هېوادونه چې د داخلي توکو د صادراتو کچه یې له وارداتي توکو پورته وي، په طبیعي بڼه د یوه قوي او پیاوړي اقتصادي نظام په درلودولو سره پر ځان بسیا او پرمختللی هېواد ګڼل کیږي او اقتصادي وضعیت یې له هغو هېوادونو سره چې د کورنيو تولیداتو کچه یې ټیټه او له نورو هېوادونو پر وارداتي توکو خپلې اړتیاوې پوره کوي، ستر توپیر لري.
افغانستان چې شاوخوا څلور لسیزې یې په جګړو کې تېرې کړې، د سیاسي وضعیت ترینګلتیا تر څنګ د خورا بد او کمزوري اقتصادي حالت سره هم مخ شوی او لا هم لکه څه ډول چې اړتیا ده په خپلو پښو نه دی ولاړ، هغه کارخونې او فابریکې چې پخوا یې دلته فعالیت درلود، اوس تر ډېره غیر فعاله او پرچاو دي، د کارخونو او فابریکو خاوندان له تاوانونو سره مخ شول او ان تر دې دمه یې هم ځینې د کاروبار د بېرته پیل کولو توان نه لري.
د دې تر څنګ چې افغانستان پرلهپسې کلونه د جګړې ډګر و او لا اوس هم د هېواد په ډېرو سیمو کې جګړه روانه ده، بیا هم ځینې ملي سوداګر او د کارخونو مالکان په هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا لري او غواړي چې تولیدي فابریکې جوړې کړي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د هېواد په اقتصادي وده کې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه برخه واخلي، چې له نېکه مرغه په تېره یوه لسیزه کې په لسګونو تولیدي فابریکو په کار پیل کړی او ډېرو ځوانانو ته یې د کاري زمینې د برابرولو تر څنګ، په لسګونه قلمه هغه وارداتي توکي یې په کور د ننه تولید کړل، چې پخوا به افغانانو له بهرنیو هېوادونو واردول.
خو له دې سره سره اصلي ستونزه بیا هم دا ده چې په هېواد کې د ننه افغاني توکو ته د بازار نشتون، په قاچاقي ډول له بهره د هغو توکو واردول چې افغانستان کې هم تولیدېدای شي، له خلکو سره د داخلي تولیداتو په اړه د عامه پوهاوي نشتون او همدا ډول د کورنیو او بهرنیو توکو د بیو په اړه د یوې منظمې ستراتیژۍ نشتون او د شتون په صورت کې نه پلي کیدل هغه لاملونه دي، چې په کور د ننه یې د افغاني توکو بازار خراب کړی او خلک د کورنیو تولیداتو پر ځای تر ډېره بهرنیو توکو ته ډېر لومړیتوب ورکوي. د بېلابېلو بحثونو او کارپوهانو د نظریاتو پر اساس، د افغاني تولیداتو پر وړاندې لسګونه خنډونه شته چې د بېلګې په توګه عمده ستونزې او ګواښونه یې په لاندې ډول په ګوته کولای شو:
د بازار پیدا کول
تر هر څه د مخه له پانګهوالو سره د حکومت ملاتړ او د هغو توکو په وارداتو د بندیز لګول چې په کور دننه تولیدیږي یا لږترلږه پر وارداتي توکو د تعرفو پورته کول د دې سبب کېدای شي، چې داخلي تولیداتو ته څه نا څه بازار پیدا شي. هغه بهرني توکي چې په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کیږي، له خلکو سره یې اړتیا کمیږي او دې ته اړ کیږي چې کورني تولیدات په ټیټه بیه تر لاسه کړي.
د بهرنیو توکو قاچاق
هېواد ته له بهرنیو او په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو په قاچاقي ډول د هغه توکو را واردېدل چې په کور دننه هم تولیدېږي، د کورنیو تولیداتو پر وړاندې یوه جدي ستونزه ده، ځکه چې د اقتصاد له نظره په بازارونو کې د توکو بیې د اړتیا او وړاندې کولو پالیسۍ (عرضې او تقاضا) له مخې ښکته پورته کیږي، نو د هغو توکو بیې چې په کور دننه تولید کیږي او خام توکي یې هم له بهرنیو هېوادونو څخه واردېږي، سل په سله را ټیټېږي. کیدای شي په خپل اصلي قیمت هم په بازار کې ونه پلورل شي، ځکه چې په همدې ځانګړتیاوو په بازارونو کې بهرني توکي په کمه بیه تر لاسه کیدای شي، چې همدا د کورنیو تولیداتو پر وړاندې یوه ستره ستونزه ده.
له عام ولس سره د کورنیو تولیداتو په اړه د معلوماتو او انګیزې نشتون
د هر څه د مخه دې ته اړتیا ده چې توکو ته د بازار پیدا کولو لپاره خلکو ته عامه ذهنیت ورکړل شي، د داخلي تولیداتو په اړه نندارتونونه جوړ شي او خلک هم باید د بهرنیو توکو په پرتله خپلو کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي، چې په دې سره د بهرنیو توکو بازار کمزوری کیږي او داخلي تولیداتو ته مناسب بازار پیدا کېدای شي.
نو د دې لپاره چې پیاوړی او په خپلو پښو ولاړ اقتصادي نظام ولرو، حکومت مکلف دی چې پورته یادو شويو ستونزو ته د حل لار پیدا کړي او ولس هم د بهرنیو تولیداتو پر ځای کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي، څو د بهرنیو تولیداتو له واردېدو څخه دا هېواد نور د تل لپاره خلاص او وکولای شو راتلونکو نسلونو ته یو پر ځان بسیا افغانستان په میراث پرېږدو.