افغان دولت په داسې حال کې په روان مالي کال کې له نړیوال وجهي صندوقه ۱۷،۴ میلیارده افغانۍ پور اخیستی، چې له دې مخکې یې له نړیوالو بنسټونو او هېوادونو ۱،۸ میلیارده امریکايي ډالر پور اخیستی و.
د پژواک راپور له مخې، افغانستان په تېرو ۱۷ کلونو کې له نړیوال بانک، اسلامي پراختیايي بانک، سعودي فنډ، اسیايي پراختیايي بانک، د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF)، بلغاریا او اېټالیا هېوادونو، کویټ فنډ او اوپک فنډ څخه ۱،۸ میلیارده امریکايي ډالره پور اخیستی، چې له دې ډلې یې ۳۰۰ میلیونه ډالره بېرته ورکړي دي.
د مالیې وزارت سرچینو ویلي، افغانستان اوسمهال د نړیوالې ټولنې ١،٥ میلیارده امریکايي ډالر پوروړی دی.
د بودیجې کسر د تازه پور اخیستو لامل شوی
د مالیې وزارت ویاند محمد رفیع تابع پژواک خبري اژانس ته منلې، چې افغان حکومت په روان کال کې د بودیجې کسر له امله پور اخیستی دی.
هغه زیاته کړې: «مالیې وزارت په ۱۴۰۰ مالي کال کې د ۱۷،۴ میلیارده افغانیو بودیجې کسر وړاندوینه کړې وه، چې دغه اندازه یې د پیسو له نړیوال صندوقه اخیستې ده.»
نوموړی له جزیاتو پرته په دې اړه وايي، دغه اندازه پیسې له نړیوالو بنسټونو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اخیستل شوې دي.
هغه د دغه پور د ټکټانې اړوند معلومات ور نه کړل، خو ویې ویل، افغانستان مکلف دی چې یاد پور د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت په ټولیز ډول د نړیوالو هېوادونو او بنسټونو یو نیم میلیارد ډالر پوروړی دی او د یادو پورونو ورکړه اسانه ده؛ ځکه ډېری یې ټکټانه نه لري.
د اقتصادي چارو پوهان په دې اند دي چې د پروژو د تطبیق لپاره له نړیوالو موسسو د پور اخیستل د اندېښنې وړ نه دي؛ خو په ټولو چارو کې باید روڼتیا وي.
د چارو پوهان په بودیجه کې کسر د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، په روان او راتلونکو مالي کلونو کې د بودیجې کسر د مخنیوي لپاره باید له بېځایه لګښتونو ډډه وشي.
د سیاسي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون پژواک ته ویلي، د پروژو د تطبیق لپاره د پورونو اخیستل د اندېښنې وړ نه دي او ډېری هېوادونه د خپلو پروګرامونو تطبیق لپاره دغه کار تر سره کوي.
هغه زیاتوي: «غالباً هغه هېوادونه چې د پور بېرته ورکړې توان نه لري، پورونه یې بښل کېږي.»
نوموړي په بودیجه کې کسر د اندېښنې وړ بولي او زیاته یې کړه، د ډېرو امتیازونو ورکړه، د قیمتي فرنېچرونو پېر، تجمل پرستي، د قصرونو رنګ، د بې ګټو پروژو ډېر لګښتونه، سفرونه او غیر ضروري ناستې د بودیجې د کسر ستونزې دي.
سیحون زیاته کړه، د دې ترڅنګ چې په یادو برخو کې د لګښتونو کمول تر یوې اندازې د بودیجې کسر مخه نیسي، زیاته کړه، دولت باید د مالیاتو اخیستو، د ګټه لرونکو اسنادو پلور، د شتمنیو پلور او نورو څخه خپلې مالي سرچینې تامین کړي.
د هغه په خبره، د بودیجې کسر د حل بله لار له مرکزي بانکه، ان له خلکو څخه د پور اخیستل دي، خو په هغه صورت کې چې د هېواد له دننه د پور اخیستل مساعد نه وي، دولت کولای شي له نړیوال بانک، نړیوالو بنسټونو او هېوادونو پور واخلي.
سیحون د دولت د دخل او خرڅ پر متناسبوالي په ټينګار وویل، دولت باید مالي سرچینې په سم ډول مدیریت کړي او لګښتونه یې عوایدو ته په کتو تنظیم کړي او د دې ترڅنګ باید د عوایدو څارنه وکړي او د چور مخه ونیسي.
په ورته وخت کې په کابل ښار کې د یوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد قیس محمدي که څه هم له نړیوالو معتبرو هېوادونو او بنسټونو د پور اخیستل د اندېښنې وړ نه بولي؛ خو له مالیې وزارت غواړي چې د دغو پورونو د بیا ورکړې لپاره جامع او منظم پروګرامونه جوړ کړي، څو دغه پورونه پر ټاکلي وخت بېرته ورکړل شي.
د اقتصادي چارو دغه پوه د نړیوالو پورونو په پرتله د داخلي پورونو اخیستل مناسب بولي او وايي، د داخلي پورونو په تر لاسه کولو سره له یوې خوا د ټکټانې له لارې له داخلي بانکونو سره مرسته کېږي او له بلې خوا راکت یا ولاړې پیسې په داخلي بانکونو کې دوران کوي.
نوموړی وايي، د افغان دولت په بودیجه کې کسر نوې موضوع نه ده، بلکې مخکې هم موجوده وه.
هغه زیاته کړه: «د افغانستان پراختیايي بودیجه د تمویلوونکو هېوادونو لخوا کنټرولېږي او د بودیجې کسر به هم د نړیوالو مرستو له لارې رفعه شي.»
نوموړي د عایداتو ټولولو په بېلابېلو برخو کې د فساد پر موجودیت نیوکه کوي او وايي، اداري فساد، د قيمتي موټرو پېر، د تېلو بې مخینه لګښتونه او نور غیر ضروري مصارف د بودیجې په کسر کې رول لري.
محمدي وویل، د ښاروالیو، ګمرکونو او هېواد کې د نورو عایداتي سرچینو عایدات د فساد د موجودیت له امله حیف و میل کېږي، چې باید مخه یې ونیول شي.
د اقتصادي چارو دغه پوه د دې په روښانولو چې په حکومت کې سیستماتیک فساد ريښې غځولې، وویل، له جدي قانوني چلند پرته د یادو ستونزو د حل بله هېڅ لار نشته.
د هغه په باور، د بودیجې کسر د رفعه کولو لپاره اړتیا ده چې اضافي لګښتونه کم شي او اقتصادي فعالیتونه تر سره شي.