د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستانه څه باندې شپږ زره ټنه سوداګریز توکي بهر ته صادر شوي دي. د دغې ادارې د ویاند په وینا دغه توکي له بېلابېلو هوايي شرکتونو الوتنو له لارې چین، سعودي، هند، امارات، ترکیې او کویټ ته لېږدول شوي دي. په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د هوايي ډګرو له لارې څه باندې ۳۵۰ زره ټنه سوداګریز توکي بهر ته صادر شوي و. د هوايي چلند ادارې د ویاند محمد نعیم صالحي په وینا په صادر شویو توکو کې د افغانستان با کیفیته وچه مېوه، غالۍ، د زعفرانو په شمول دارويي بوټي او ورته نور توکي شامل دي.



































