ملګري ملتونه وایي افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یوه راپور کې ویلي چې روان کال د جګړو د شدت له امله لسګونه زره افغانان بېځایه شوي دي. د سرچینې په خبره روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې ۲۷۰ زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي چې په دې سره په دغه هېواد کې د بېځایه شوو کسانو شمېره ۳.۵ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی. د کډوالو عالي کمیشنري د خلکو د بېځایه کېدو ستر لامل روانې جګړې بولې او په وینا یې څومره چې جګړې ډېرېږي دومره د بېځایه شوو کسانو شمېره لوړېږي چې ورسره جوخت د بشري ناورین خطر هم مخ په لوړېدو دی. دغه نړیوالې ادارې پر مرستندویه موسساتو غږ کړی دی چې له بېځایه شوو سره د مرستې لپاره همغږي ډېره کړي او اړمنو ته دې ژر تر ژره بشري مرستې ورسوي. ملګري ملتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه بېځایه شوو وګړو ته تر اوسه ان د لومړنیو خوراکي توکو مرستې هم نه دي رسېدلې.



































