د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له یوې همکارې موسسې سره یې د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به په نیمروز ولایت کې نږدې ۶ زره بېرته راستنېدونکو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ورکړل شي. وزارت ټینګار کړی، که څه هم لنډمهاله مرستې کولی شي د بېرته راستنېدونکو ستونزې تر یوه بریده راکمې کړي، خو د دغو ستونزو دایمي حل یوازې د بنسټیزو او اوږدمهالو پراختیايي پروژو په پلي کېدو پورې اړه لري.



































