د هرات ولایتي مسوولین وايي، چې په تېرو درېیو ورځو کې نږدې سل زره افغانان د اسلام کلا له لارې له ایران څخه افغانستان ته راستنې شوي دي. د مسوولینو په وینا، ډېری دغه کسان وروسته له هغه را ایستل شوي چې ایران کې د ناقانونه کډوالو د اوسېدو ضرب الاجل پای ته ورسېد. په ورته وخت کې، د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د یوه پلاوي په مشرۍ د افغان کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه د هرات اسلام کلا بندر ته سفر کړی دی. بیکدلي ډاډ ورکړی چې له ایرانه د را ایستل شویو کډوالو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.



































